د آرمی پبلك سكول پېښې نه پس د کوئټې پېښه د ترهه ګرۍ تر ټولو لويه پېښه ده۔ سناتور مشاهد حسېن سید

د آرمی پبلك سكول پېښې نه پس د کوئټې پېښه د ترهه ګرۍ تر ټولو لويه پېښه ده۔ سناتور مشاهد حسېن سید

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 05ستمبر 2016ء) د مسلم لیګ (ق) سناتور مشاهد حسېن سید وئيلي دي چې د آرمی پبلك سكول د پېښې نه پس د کوئټې پېښه د ترهه ګرۍ تر ټولو لويه پېښه ده٬ د ریاست د وګړو مال او ځان ته به تحفظ وركول وي ٬ د ترهه ګرۍ مخنيوي تګلارې په پالیسو عملدرآمد نه دې شوے ٬ امنيتي لیپس چرته شوې بايد د هغې پلټنې وكړې شي۔ د ګل پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د كوئټې په پېښه بحث كښې برخه اخستلو سره سناتور مشاهد حسېن سید ووئيل د آرمی پبلك سكول پېښې نه پس کوئټه كښې د ترهه ګرۍ تر ټولو لويه پېښه ده٬ حالات د وړاندې نه زيات ښھ شوې دي خو مونږ ته به ترهه په بشپړه توګه ختمول وي ٬ پھ دې كښې لا مونږ کامیاب شوي نه يو۔(ص ف/م ع/ګ ل/2025)