د براډبېنډ اسانيو په ارزان نرخونو شتون سره به د ټولنې په پرمختګ كښې مرسته وشي٬ د يونيورسل سپورټ فنډ﴿ يو اېس اېف﴾ په مرسته به پروژه ترسره كولې شي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د فاټا 5896 كليو ته د براډ بېنډ اسانيو وركولو لوظنامې دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12جنوری2018ء) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د براډبېنډ اسانيو په ارزان نرخونو شتون سره به د ټولنې په پرمختګ كښې مرسته وشي٬ د يونيورسل سپورټ فنډ﴿ يو اېس اېف﴾ په مرسته به پروژه ترسره كولې شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د يونيورسل سپورټ فنډ ﴿ يو اېس اېف﴾ په مرسته د فاټا 5896 كليو ته د براډ بېنډ اسانيو وركولو لوظنامې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔

وزيراعظم ووئيل چې يو اېس اېف په هېواد كښې د پائيدار پرمختيائي اهدافو په ترلاسه كولو كښې مرسته كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې حكومت د هېواد ټولو سيمو ته په ارزان نرخ د براډبېنډ اسانيو وركولو لپاره اقدامات كوي چې دغسې د هېواد په لرې سيمو كښې اولس د رابطو غوره اسانيې ولري۔ ده ووئيل چې يو اېس اېف د ټولنې په پرمختګ كښې د مرسته كوونكي كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل چې د انفارمېشن ټېكنالوجې وزارت په هېواد كښې په ارزان نرخ براډ بېنډ لپاره د جامع حكمت عملې د لارې اقدامات كوي چې دغسې د ټيلي كام څانګې د پرمختګ څخه د هېواد ټولې سيمې په يو ډول استفاده وكړې شي۔