په سېنېټ كښې په كوئټه كښې د ترهه ګرۍ د پېښې په ضد د غندنې قرارداد منظور کړے شو

په سېنېټ كښې په كوئټه كښې د ترهه ګرۍ د پېښې په ضد د غندنې قرارداد منظور کړے شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05ستمبر 2016ء) په سېنېټ كښې په كوئټه كښې د ترهه ګرۍ د پېښې په ضد د غندنې قرارداد منظور کړے شو۔ په قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې دې ډول بريدونو سره د قام د ترهه ګرۍ په ضد عزم کمزورې كيدې نه شي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډی په مهال د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه ظفر الحق قرارداد وړاندې كړو كوم كښې چې وئيلي شوي دي چې دا ایوان په کوئټه كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه كوي كومه كښې چی د سناتور جهانزیب جمالدینی د زوي او وكيلانو پشمول ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شوي۔

دا ايوان پھ دې پېښه كښې د شهيدانو كورنيو سره د يواالي څرګندونه كوي۔ په قرارداد كښې وئيلي شوي چې دا ایوان د وكيلانو ٬ قانون نافذ کونكو ادارو ٬ سول سوسائټۍ غړو او خبريالانو پشمول ټولو سره د يووالي څرګندونه كوي ٬ دا ايوان د سناتور جهانزیب جمالدینی په غم كښې برابر شريك دے۔ قرارداد كښې وئيلي شوې چې دې ډول بريدونو سره د قام د ترهه ګرۍ په ضد عزم کمزورې كيدې نه شي۔ چیئرمین پھ قرارداد د ایوان څخه رائې ترلاسه كړې۔ ایوان د قرارداد منظوری وركړه.