د سېنېټ غړو د سناتور جهانزیب جمالدینی سره د هغه د زوي په شهادت غمرازي ښكاره كړه

د سېنېټ غړو د سناتور جهانزیب جمالدینی سره د هغه د زوي په شهادت غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 05ستمبر 2016ء) په سېنېټ كښې بېلا بيلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو سناتورانو سناتور جهانزیب جمالدینی سره د هغه د زوي په شهادت غمرازي كړې۔ د ګل پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې بېلا بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكي سناتوران د سناتور جهانزیب جمالدینی خوا ته لاړل او يو پھ يو ئې د هغه سره د زوي په شهادت غمرازي ښكاره كړه۔ وفاقی وزیر زاهد حامد‘ سناتور ذوالفقار کھوسه‘ سناتور اېم حمزہ‘ سناتورې نزهت صادق‘ غوث نیازی‘ مظفر حسېن شاہ‘ تاج حیدر‘ سناتورې نسرین جلیل پشمول نورو غړو سناتور جهانزیب سره د هغه د زوي په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔