حکومت د پاکستان چين اقتصادی راهدارۍ پروژه كښې ريلوے ته خاص پام لرنه كوي

حکومت د پاکستان چين اقتصادی راهدارۍ پروژه كښې ريلوے ته  خاص پام لرنه كوي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05ستمبر 2016ء) وفاقی حکومت د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ پروژه كښې ريلولے ته د روان مالي كال بجټ كښې خاص پام لرنه كوي دغسې چې د هيواد اقتصادی او معاشی پرمختګ او د سوكالۍ اهداف ترلاسه كړې شي ، د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژې ترمخه به ریلویز پنجاب كښې 30 فیصده ، سندھ كښې 18 ،بلوچستان كښې 36 ،خېبر بښتونخوا كښې 9 ، ګلګت بلتستان كښې 6 او فاټا كښې يو فیصده نوې پټلۍ غزوي ٬په كومو به چې 3 اربه 69 کروړه ډالره لګښت راځي۔

د پلاننګ كمېسون دستاویزات له مخې د سی پیك پروژو ترمخه 1059 کلومیټره د حویلو ۔ نه کاشی ،د پېښور نه طورخم، دحویلو نه ډرائی پورټ،کراچۍ نه تر کوټھری دوه مخيزه پټلۍ غزولې شي ، د دې نه ځانله د 16 سوه کلومیټره کراچۍ نه تر پېښور تند رفتاره ریلوے لائن پروژه ،د کوئټې 560 کلومیټره تر ژوب ،633 کلومیټره کوئټې ۔تفتان پټلۍ اپ ګریډېشن ،1328 کلومیټره ګوادر۔ جیکب آباد نوې پټلۍ په غزولو هم كا روان دے.