د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت څلورنيم كاله بشپړ كړې او ډېرې مسئلې ئې حل كړي حكومت په لوډشېډنګ قابو موندلې او امن ئې راوستې ۔ راروانې ټول ټاكنې به پخپل ټاكلې وخت كېږي۔ د خارجه وزير خواجه آصف ميډيا سره خبرې۔۔

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 14دسمبر2017ء) د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف وئيلي دي د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت څلورنيم كاله بشپړ كړې او ډېرې مسئلې ئې حل كړي دي۔ حكومت په لوډشېډنګ قابو موندلې او امن ئې راوستې ۔ راروانې ټول ټاكنې به په خپل ټاكلي وخت كېږي۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل هېواد كښې د امن وضعه ښه شوې او سېلګرۍ ته وده ترلاسه شوې۔

د آصف زرداری، عمران خان او طاهر القادری اتحاد په اړه د يوې پوښتتنې په ځواب ده ووئيل په 2013ء كښې اقتدار ترلاسه كولو څخه وروستو حكومت يو شمېر مسئلو سره مخ شو۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) حكومت د څلورو كلونو نه زيات په كاميابۍ بشپړ كړې او راروانې ټول ټاكنې به په خپل وخت كېږي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) د نواز شريف په مشرتابه متفق دے او اولس د حكومت په پالېسيو بشپړ باور لري۔ تركيه كښې د او آئي سي غونډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اسلامي نړۍ نمائندګانو په موجوده مسئله فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونه كړې۔ پاکستان د فلسطين مسئله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او سلامتي كونسل كښې د پورته كولو وړاندېز وركړو