عمران خان دې قام ته ووائي د شپې په تيارو كښې د چا سره ملاقتونه كوي ۔ د زکوٰۃ په پېسو چا جواري وكړه۔ پی ټی آئی له فارن فنډنګ له كوم ځائې څخه راځي۔ اندر سوراج او بېري شنپ څوك دي۔ د خېبرپختونخوا احتساب کمېشن ولې بند دے۔ د بني ګاله كور په كوم مني لانډرنګ جوړ شوې۔ عمران خانه ته خو د ترهګرۍ عدالت نه ٬ ستره محكمه او كمېشن كښې اشتهاري او ملزم هم ئې۔ استفعی وركړه۔ د اطلاعات خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب بيان

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 14دسمبر2017ء) د اطلاعات ٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران خان دې قام ته ووائي د شپې په تيارو كښې د چا سره ملاقاتونه كوي۔ د زکوٰۃ په پېسو چا جواري وكړه۔ پی ټی آئی له فارن فنډنګ له كوم ځائې څخه راځي۔ اندر سوراج او بېري شنپ څوك دي۔ د خېبرپختونخوا احتساب کمېشن ولې بند دے۔ د بني ګاله كور په كوم مني لانډرنګ جوړ شوې۔

عمران خانه ته خو د ترهګرۍ عدالت څخه ٬ ستره محكمه او كمېشن كښې ملزم او اشتهاري هم ئې۔ استفعی وركړه۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل د بني ګاله كور په كوم مني لانډرنګ جوړ شوې۔ او تا چې به ستره محكمه كښې كوم اعترافي بيان وركړې هغې څخه دې قام خبر كړي كنه ۔ دې ووئيل عمران خان دې قام ته ووائي چې ده په كال 2014ء كښې د كوم اېمپائر د ګوتې انتظار كولو۔ مريم اورنګزېب ووئېل عمران خان په 4 كاله كښې خېبر پختونخوا كښې څه كړي۔ دې ووئيل عمران خان دې قام ته ووائي چې تا په پارلیمنټ، پی ټی وی او په قانون نافذ کؤونكو ادارو بريد ولې كولو۔ دې ووئيل عمران خان هېواد كښې هغه خبرې كوي كومې چې د آئين دښمن پروېز مشرف هېواد څخه بهر كوي۔