د ترهګرۍ په شمول هېواد ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له د پوليس كردار ډېر مهم دے۔ د نوې آلاتو رسنې سره به د پوليس كاركردګۍ كښې ښه والې رامخې ته شي۔د وفاقي وزير احسن اقبال نېشنل پولیس اکېډمۍ ته د 11 بکتر بند ګاډو وركولو دستورې ته خطاب

د ترهګرۍ په شمول هېواد ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له د پوليس كردار ډېر مهم دے۔ د نوې آلاتو رسنې سره به د پوليس كاركردګۍ كښې ښه والې رامخې ته شي۔د وفاقي وزير احسن اقبال نېشنل پولیس اکېډمۍ ته د 11 بکتر بند  ګاډو وركولو دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13دسمبر2017ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د ترهګرۍ په شمول هېواد ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له د پوليس كردار ډېر مهم دے۔ د نوې آلاتو رسنې سره به د پوليس كاركردګۍ كښې ښه والې رامخې ته شي۔ د شورؤ په ورځ نېشنل پولیس اکېډمۍ ته د 11 بکتر بند ګاډو وركولو دستورې ته خپل خطاب كښې داخله وزير ووئيل د قانون نافذ كوؤنكو ادارو فرائض او كردار هېواد كښې د سياسي او اقتصادي پرمختګ سره سره استحكام لپاره ډېر مهم دے چې ورسره به د هېواد وړاندې تګ كښې مرسته ترلاسه شي۔

ده ددې عزم پخلې وكړو چې پاكستان امريكا سره د يو شراكت دار په توګه كار كولو ته تيار دے دغسې چې په منطقه كښې امن او استحكام باوري كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان امریکا سره د امنيتي چارو سره سره په نورو څانګو او په خاص توګه د زده كړې په څانګه كښې پراخه او بشپړه شراكت داري غواړي۔ داخله وزيرد د امريكائي سفارت سېكشن انټرنېشنل نارکاټکس اېنډ لاء انفورسمنټ هم مننه كولو سره ووئيل د آئی اېن اېل لخوا د قانون نافذ كوؤنكو ادارو د كار استعداد كښې اضافې لپاره دے اپي سي رسنه د قدر وړ ده او د دې نوې آلاتو سره به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مرسته ترلاسه شي۔

دا خبره دې ياده وي چې د امريكائي سفارت لخوا راكړې شوې اے پي سيز به د اسلام آباد پوليس ٬ اېف سي او د خېبر پښتنو خوا پوليس كښې وېشلې شي۔ دغسې چې د دوئي صلاحيتونه لا ښه كړې شي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د امريكا دوهم سېكتر د انټرنېشنل نارکاټېکس اېنډ لاء انفورسمېنټ په پروګرام رڼا واچوله۔ ده ووئيل ددې پروګرام ترمخه د نوې آلاتو رسنې او د تربېې بېلو پروګرامونو د لارې پاكستان كښې د لاﺀ انفورسمنټ اېجنسیو كاركردګي ښه كولو ته پام ګرځولې شي۔

ده ووئيل د تېرو 15 كلونو په مهال د قانون نافذ كوؤنكو پاكستاني ادارو 20 زره اهلكارو ٬ 4 زره افسرانو او 1000 مېرمنو اهلكارو ته تربيه وركړې شوې۔ چې ورسره دا په ډاګه كېږي چې څنګه امريكا د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان مرسته كوي۔ آئی جی اسلام آباد په دې مهال خپله وېنا كښې ووئيل دې ګاډو كښې به دوه ګاډي اسلام آباد پوليس ته وركولې شي چې روسره به د پوليس په كاركردګۍ كښې اضافه وشي۔