د فاټا پرمختګ لپاره به هر كال 100 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ دا رقم به په سړكونو ٬ پوهنتونونو ٬ ميډيكل او انجينئرنګ كالجونو او د رغتونونو په جوړولو مصرف كولې شي۔ د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ نجی ټی وی چېنل سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13دسمبر2017ء) د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي د فاټا پرمختګ لپاره به هر كال 100 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ دا رقم به په سړكونو ٬ پوهنتونونو ٬ ميډيكل او انجينئرنګ كالجونو او د رغتونونو په جوړولو مصرف كولې شي دغسې چې د فاټا اولس دې څخه استفاده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير يو نجی ټی وی چېنل سره خبرو كښې وكړه۔

ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ (ن) كال 2013ﺀ كښې د اقتدار ترلاسه كولو څخه وروسته فاټا اصلاحات لپاره ګامونه پورته كړل۔ ده ووئيل د فاټا خېبرپختونخوا كښې ضم كېدو سره ځائي اولس ته ګټه ورسي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فاټا د معدنياتو او قدرتي وسائلو بلها پنګې لري كومې چې د سيمې ودانۍ او پرمختګ له كارولې كېدې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې عبد القادر بلوچ ووئيل فاټا كښې بايد تور قانون ختم كړې شي دغسې چې ددې ځائې اولس هم د كومې ستونزې نه لرې ټولو حقونو څخه خوندونه واخلي۔