کالا شاہ کاکو(پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسېن وئيلي دي د ودانيو او پرمختګ اقداماتو په سوب به نوازشریف په تاریخ كښې د پاکستان معمار په نامه ياد ساتلې شي ٬ كه نواز شريف لس كاله په حكومت كښې پاتې ؤ نو نن به پاكستان د منطقې نورو هېوادونو نه زياته پرمختللې هېواد ؤ٬ په درې كالو كښې حكومت هېواد څخه ترهه ګري ختمه كړې٬ د لوډشېډنګ پشمول يو شمېر ګامونه پورته كړې شوې۔
دا خبره د جمعې په ورځ كالا شاه كاكو كښې د لاهور ختيز بائي پاس پرانستې په موقع خپلې وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل نننۍ پاكستان د كال 2013 نه زيات ښه دے۔ ترهه ګري ٬ توان او معاشي بحران حكومت ته په ورثه كښې پاتې شوې۔ده ووئيل تر كال 2018 به هېواد څخه د لوډشېډنګ خاتمه وشي۔ده ووئيل سي پېك ګېم چېنجر دے٬ په كال 2018 كښې به نوې پاكستان رامخې ته شي ۔ ده ووئيل د حكومت د اصلاحاتو په سوب معاشي پرمختګ ممكن شوے دے.