کالا شاہ کاکو(پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) وزیراعظم محمد نوازشریف د شپاړس كلوميټره اوږه لاهور ختيز بائي پاس د بنياد تيګه اېښودې ده ۔ په منصوبه به 28 اربه روپۍ لګښت راځي ٬ پروژه بشپړېدو سره به هېوي ټرافېك لاهور ښار نه بهر بهر خپل منزل ته رسي٬ په راوي پل او جي ټي روډ به د ټرافېك كم شي۔وزیراعظم د جمعې په ورځ د وفاقي وزير رانا تنویر حسېن او نورو سره کالا شاہ کاکو كښې د لاهور ختيز بائي پاس د بنياد تيګه كېښوده۔
دا پروژه به نيازي انټرچينج څخه 3.3 كلوميټره لرې رنګ روډ سره تړلې شي۔دا پروژه به محمود بوټي انټرچېنج څخه پېل كېږي او جي ټي روډ او لاهور اسلام آباد موټروے سره به ختمېږي۔منصوبې څخه به په ختيز او سوئيلي لاهور د ټرافيك فشار كم شي ٬ چې ورسره به په سيمه كښې تجارت او سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔دا منصوبه د خپل نوعيت غېر معمولي منصوبه ده۔د پنجاب حکومت د مجوزہ شاهي باغ پارك منصوبې له مخې دا بائي پاس سيمه كښې د سېلګرۍ او تجارت پرمختګ نوې لارې پرانستو له مرستياله ګرځوي۔
منصوبې لپاره د زمكې اخستو عمل په تندۍ سره روان دے او د دې بشپړولو لپاره به لاهور ډوېلپمنټ اتهارټي ٬پنجاب اري ګېشن ډیپارټمنټ او د پاکستان ریلویز مرسته ترلاسه كولې شي۔بائي پاس جوړېدو سره به نه يوازې د ښار دننه ټرافېك رېګولېټ كولو له مرسته ترلاسه شي بلكې هېوي ټرافېك به لاهور ښار ته د داخلېدو نه غېر خپل منزل ته روان وي٬ په راوي پل او جي ټي روډ به د ټرافېك كم شي۔