يو ځل بيا د جمهوريت په ضد صفونه جوړېږي۔

وزيراعظم نواز شريف دې د اختر نه پس د پارلمان شريكه غونډه راوبلي٬د طاهر القادري په ضد دې د كاناډا حكومت ته خط وليكلې شي۔د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محمود خان اچكزئي مېډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محمود خان اچكزئي وئېلي دي يو ځل بيا د جمهوريت په ضد صفونه جوړېږي ٬وزيراعظم نواز شريف دې د اختر نه پس د پارلمان شريكه غونډه راوبلي۔د جمعې پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل پارلمان د شل كروړه اولس نمائنده دے۔ده ووئيل تېر وخت د كاناډا وګړي د پارلمان په خوا كښې دهرنا وركړی وه٬په دې مهال په امنيتي اهلكارو تشدد شوې وو٬ ده ووئېل حكومت چې څنګه د الطاف حسېن په ضد برتانيې ته خط لېږلې دغسې دې د طاهر القادري په ضد د كاناډا حكومت ته خط وليكلي۔

ده ووئيل طاهر القادري د پارلمان او جمهوريت په ضد صف بندي كوي٬دا معامله يوازې حكومت نه شي ختمولې بلكې دې لپاره به مخالف ګوندونه او اولس شريكه لار راوباسي۔ده د وزيراعظم څخه د اختر نه پس د پارلمان شريكې غونډې رابللو غوښتنه وكړه۔ده پیښور او مردان كښې د بمي چاودنو هم سخته غندنه وكړه۔