په پاكستان كښې د مېشته غېر رجسټر افغانانو د رجسټرېشن عمل روان دے۔ سي سي آر

په پاكستان كښې د مېشته غېر رجسټر افغانانو د رجسټرېشن عمل روان دے۔ سي سي آر

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 07دسمبر2017ء) په پاكستان كښې د مېشته غېر رجسټر افغانانو كډوالو د رجسټرېشن عمل روان دے كوم به چې د روان كال د دسمبر تر 31مه نېټه روان وي٬ تر اوسه 4 لكه 81 زره افغان كډوال رجسټر كړې شوي ۔ د سي سي آر مېډيا ډائرېكټر وئيلي دي چې په هېواد كښې د غېر رجسټر افغان كډوالو د رجسټرېشن عمل روان دے كوم به چې د دسمبر تر 31مه نېټې دوام لري۔ ده ووئيل د رجسټرېشن كار د سېفران وزارت په مرسته نادرا كوي۔ رجسټر كېدونكو افغانانو له د رجسټرېشن كارډونه هم ورړے كېږي۔ ده ووئيل د رجسټرېشن په موقع د سېفران وزارت او په پاكستان كښې د افغان سفارت چارواكي هم موجود وي۔