قامي معيشت كښې كركيله ٬ د خوراك تحفظ او د غربت خاتمه د سي پېك په منصوبه كښې شاملې كړې شوي ۔ د سرتاج عزيز د چين د كركيلې او اېنيمل هسبېنډري پحقله د قائمه كمېټۍ پلاوي سره خبرې

قامي معيشت كښې كركيله ٬ د خوراك تحفظ او د غربت خاتمه د سي پېك په منصوبه كښې شاملې كړې شوي ۔ د سرتاج عزيز د چين د كركيلې او اېنيمل هسبېنډري پحقله د قائمه كمېټۍ پلاوي سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 06دسمبر2017ء) د منصوبه بندۍ كمېسون دوهم چیئرمېن سرتاج عزیز وئيلي دې قامي معيشت كښې كركيله ٬ د خوراك تحفظ او د غربت د خاتمې اهميت له مخې دا څانګې د سي پېك د اوږدې مودې په منصوبه كښې شاملې كړې شوې دي۔۔ سرتاج عزيز دا خبرې د شورو په ورځ د چين د كركيلې او اېنيمل هسبېنډري پحقله د قائمه كمېټۍ د وائس چيئرمېن ډېنډ بن تائي په مشرۍ كښې پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل د كركيلې پشمول بېلا بېلو څانګو كښې مرستې لپاره دا ښه وخت دے٬ پاكستان چين كښې د غوښې ډېري مصنوعاتو طلب پورا كولو لپاره په دې لړ كښې د برآمداتو پراخه موقعې لري۔ په دې موقع د چين پلاوي مشر ووئيل چين پاكستان سره د كركيلې په اړه مرسته زياتولو له خوښي لري۔