اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ یکم ستمبر 2016ء) پاکستان يو ځل بيا سپيناوے كړے هند چې كله هم غواړي پاكستان خبرو اترو له چمتو دے خو د هند سره خبرو اترو له به شرطونه نه منو٬ پاكستان به په هره نړيواله كچه د كشمير كشاله پورته كوي٬ د امريكې هند دفاعي لوظنامې څخه د سوئيلي آسياء ستراتېژك توازن متاثره كېدل نه دې پكار ٬ وزیر اعظم نواز شریف د بان كي مون په ځوابي چيټۍ كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو پلټنو له فېكټ فائنډنګ مشن مقبوضه كشمير ته د لېږلو غوښتنه كړې٬ د افغان چارواكو لخوا د معذرت نه پس چمن بارډر بيا پرانستلې شوې٬ پاكستان د ترهه ګرو ډلو په ضد د كوم فرق نه غېر كاروائۍ كوي۔
د زيارت په ورځ د اونيز بريفنګ په مهال د پوښتنو په ځواب كښې خارجه وزير نفيس زكريا د كشمير پحقله د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل هند چې كله هم غواړي پاكستان خبرو اترو له چمتو دے خو د كشمير كشاله به سرفهرست وي۔ خارجه وياند ووئيل وزیر اعظم نواز شریف د ملګرو ملنوتونو د عمومي سېكتر بان کي مون د چيټۍ په ځواب كښې د شورو په ورځ عمومي سېكتر ته مقبوضه كشمير كښې په تندۍ سره د خرابېدونكې وضعې او د هندي ځواكونو د ظلم نه خبرولو لپاره د فېكټ فائنډنګ مشن لېږلو غوښتنه كړې۔
وزیر اعظم خپله چيټۍ كښې وئيلي دي د مقبوضه كشمير صورتحال سره هېڅ ډول موازنه نشي كېدې چرته چې هندي ځواكونه د تېرو څو لسيزو راهسې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي٬ چيټۍ كښې د هندي وزیر اعظم لخوا د بلوچستان په اړه بيان د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي ګرځولو سره وزيراعظم وئيلي دي ٬ د هندي وزيراعظم بيان مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو څخه د نړيوالې ورورولۍ پام اخوا كولو ناكامه هڅه ده۔
د هند ٬ افغانستان او امريكې پشمول د درې كسيزې ډلې جوړېدو په اړه وياند ووئيل مونږ د دې ډلې جوړېدو مقاصدو نه خبر يو خو چې تر څو افغانستان كښې د امن تعلق دے٬ پاكستان افغانستان كښې امن لپاره د هلو ځلو كولو عزم لري٬ ده ووئېل مونږ ګڼو چې افغانستان كښې امن د پاکستان او منطقې په ګټه دے۔د امريكې او هند د اوسنۍ دفاعي لوظنامې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل دا د دوه خپلواكه هېوادونو تر مينځه معامله ده خو دې څخه بايد سوئيلي آسيا كښې ستراتېژك توازن متاثره نشي۔
د چمن بارډر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې نفيس زكريا ووئيل دواړه هېوادونه هره مياشت باقاعدګۍ سره فلېګ ميتنګ ته سلا شوي٬ دواړو هېوادونو د قامي بېرغونو ٬ لارښودو او سندونو په احترام هم اتفاق كړې٬ په دې لړ كښې به د ستمبر په 5مه نيټه غونډه كېږي۔غونډه كښې به د پاسپورټ او ويزا په چارو خبرې كولې شي ۔د امریکائي خارجه وزير جان كېري د ترهه ګرۍ پحقله په بيان تبصره كولو وياند ووئيل پاكستان د ټولو ترهه ګرو ډلو په ضد د كوم فرق نه غېر كاروائۍ كوي٬ ترهه ګري د كوم يو هېواد نه نړيواله مسئله ده او د دې مخنيوي له نړيوالو هلو ځلو ته اړتيا ده۔
وياند ووئيل مونږ امريكا كښې د پاكستان په ضد د كار كوونكو عناصرو نه ښه خبر يو۔ سعودي عرب كښې د ايسار شويو پاكستانيانو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې نفيس زكريا د ويزے نه غېر د پاكستانيانو كارمندانو د نيولو پحقله اطلاعات رد كولو سره ووئيل سعودي چارواكو په دې لړ كښې ټوله ممكنه مرسته باور راكړې۔