اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ یکم ستمبر 2016ء) د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي د پاکستان يواځی كولو خبرې بې بنسټه ډنډورې دي ، د ترهه ګرۍ په ضد ترلاسه شوي كامیابی نړۍ ستائلې دي ، هند غواړي چې پاکستان ته د دغه کامیابیو کریډټ ترلاسه نه شي ، د کشمیر تحریك د طاقت د لارې نشي غلې كېدې ۔ د برتانيې نشریاتی ادارې سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاکستان په نړيواله كچه په خپل سم ځائې ولاړ دے ۔
ده ووئيل پاکستان د چین ،روس او ختيز نورو هيوادونو سره ښې اړيكې لري ۔ د کشمیر په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل بايد کشمیریانو له حق خود ارادیت وركړې شي او د کشمیر تحریك د طاقت د لارې نه شي ځپلې كيدې ځكه چې په دې تحریك كښې د کشمیریانو قربانۍ شاملې دي ۔ ده ووئېل د امریکې پشمول د نړآوالې ورورولۍ د اړخه په مقبوضه کشمیر كښی د ظلمو غندنې په ځائې يواځی په تشویش څرګندونه مایوسه شوې يو۔
د امریکې خارجه وزير د هند تږ په مهال په بیانونو خارجه سلاحكار ووئيل دې سره د پاکستان بدنامی نه كېږي ۔ جان کیری چې كله هند كښی وي نو نور څه وائي او چې كله پاکستان كښی وي نو بل څه ۔ ده په ډاګه كړه چې پاکستان د حقانی نیټ ورك پشمول د ټولو ډلو په ضد د فرق نه غير کارروائی روانه ساتلې ده او هم دغه وجه ده چې د ترهه ګرو په ضد ترلاسه شوي كامیابۍ د نړۍ د اړخه ستائلې كېږي۔