جماعت اسلامی تل د حکومت عوام دوسته پالیسيو هركلے كړے ،د عام وګړي حقونو له به هلې ځلې روانې ساتلې شي ، سناتور سراج الحق

جماعت اسلامی تل د حکومت عوام دوسته پالیسيو هركلے كړے ،د عام وګړي حقونو له به هلې ځلې روانې ساتلې شي ، سناتور سراج الحق

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ یکم ستمبر 2016ء) د جماعت اسلامی امیر سناتور سراج الحق وئيلي دي جماعت اسلامی تل د حکومت عوام دوسته پالیسيو هركلے كړے ،د عامو وګړو حقونو لپاره به هلې ځلې روانې ساتلې شي ۔ اے پی پی سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل بايد د مسلم لیګ (ن) حکومت اولسې مسئلو ته پام لرنه وكړي ۔ د اولسې ښېګړې لپاره ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده ۔

ده ووئيل جماعت اسلامی تل د حکومت د اولس دوسته پالیسيو هركلے كړے ۔مونږ له هيواد او اولس ته د پېښو چیلنجونو مقابلې له يو موټې كيدو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل بايد جمهوری عمل روان وساتلې شي او د جمهوریت ميوې اولس ته ورسولې شي۔ ده ووئيل د بډو په ضد جماعت اسلامی هلې ځلې كوي او د احتساب عمل ښه كولو له جماعت اسلامی هر ډول مرستې له چمتو ده.