فاټا پوهنتون بی اېس پروګرام كښې د داخلې شیډول اعلان کړو

فاټا پوهنتون بی اېس پروګرام كښې د داخلې شیډول اعلان کړو

پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ یکم ستمبر 2016ء) د فاټا پوهنتون د بی اېس څلوركلن سند پروګرام لپاره د داخلې شیډول جارې كړې دې ۔ د اعلامیې له مخې داخله به مینجمنټ سائنس‘ ریاضی‘ سوشیالوجی او پولټیکل سائنس مضمونو كښې وركولې شي ٬د داخلې فارم جمع کولو آخرۍ نيټه 23 ستمبر ټاكلې شوي ۔ فارم به د پېښور پوهنتون ایچ بی ایل او ایچ بی ایل درہ آدم خیل څخه ترلاسه كيدې شي ۔ میرټ لسټ به په 30ستمبر جارې كولې شي ٬ داخلې به په 01 اکتوبر کېږي او کلاسونه به په 17 اکتوبر پيل كېږي۔