د حكومت كاميابو پالېسو څخه شرح نمو 8 فيصده ته راغلې٬د امن په وضعه او لوډشېډنګ قابو موندلې كېږي٬حالات د ښه والي پلو روان دي۔د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز نېشنل كنفرنس ته خطاب

د حكومت كاميابو پالېسو څخه شرح نمو 8 فيصده ته راغلې٬د امن په وضعه او لوډشېډنګ قابو موندلې كېږي٬حالات د ښه والي پلو روان دي۔د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز نېشنل كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ22نومبر2017ء) د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئېلي دي د حكومت كاميابو پالېسو څخه شرح نمو 8 فيصده ته راغلې ده ٬د امن په وضعه او لوډشېډنګ قابو موندلې كېږي٬حالات د ښه والي پلو روان دي۔ده د نهې پھ ورځ نېشنل لېنكوېج اف ماډرن لېنګوېج (نمل) پوهنتون كښې د اكنامكس څانكې د سيوري لاندې پھ (ايمرجنګ اكنامك اېشوز او په پیښو چېلنجونو) سرخط قامي كنفرنس ته د مشر مېلمه په حېث خطاب كولو۔

سرتاج عزيز ووئيل د اوسني حكومت كاميابه پالېسو په وجه شرح نمو پينځه فيصد ته راغلې كومه چې لويه كاميابي ده۔ده ووئيل د امن وضعه او لوډشېډنګ د هېواد معيشت ته لويې زيان رسولې خو اوس حالات پرله پسې ښه كېږي۔نړيوالې ادارې هم د پاكستان د معيشت مثبتې اشارې ښائي٬د دې نه وړاندې د نمل رېكټر ميجر جنرل(ر)ضياﺀالدين نجم مشر مېلمه ته هركلے اووئې۔په كنفرنس كښې د بېلو پوهنتونونو 8 ريسرچ ارټيكل وړاندې كړی شول۔په دې مهال ډاكټر وقار مسعود٬ډين ډاكټر ناهيد ضياﺀ خان ٬ رجسټرار او نور د فيكلټۍ غړي او طالبعلمانو ګډون كولو۔د كنفرنس د آخرۍ ناستې خاص مېلمه د قامي اسمبلۍ غړے اسد عمر ؤ۔