د مولانا ابو تراب ٬ د هغه د زوي او ساتندويه پشمول د 4 كسانو د تښتونې د پېښې پلټنې روانې دي۔ د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري

د مولانا ابو تراب ٬  د هغه د زوي او ساتندويه پشمول د 4 كسانو د تښتونې د پېښې پلټنې روانې دي۔ د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ22نومبر2017ء) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دي د مولانا ابو تراب ٬ د هغه د زوي او ساتندويه پشمول د 4 كسانو د تښتونې پېښې پلټنې روانې دي۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سناتور كريم خواجه لخوا د اولسي اهميت په نكته دوهم وزير ووئيل د روان كال ستمبر په 24مه نېټه د نعمت الله لخوا شكايت درج كړې شوې چې مولانا ابو تراب ٬ د هغه زوې او د يو ساتندويه په شمول 4 كسان تښتولې شوي ۔ په دې لړ كښې پلټنې روانې دي۔ ده ووئيل په ځائي ورځپاڼو كښې عكسونه هم جاري كړې شوي ۔ بلخوا يوه خاص كمېټي د دې معاملې پلټنې كوي۔ دې سره سره د تښتولې شوو وګړو په اړه اګاهي وركوؤنكو له د 10 لكهه روپۍ انعام هم مقرر شوے دے۔