د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار محمد مسعود خان د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجهګړا او د مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن سره جلا جلا ملاقاتونه

د آزاد كشمير په مجموعي٬سياسي او پرمختيائي وضعه٬مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ روان تحريك او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار محمد مسعود خان د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجهګړا او د مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن سره جلا جلا ملاقاتونه
د آزاد كشمير په مجموعي٬سياسي او پرمختيائي وضعه٬مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ روان تحريك او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31اگست 2016ء) د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار محمد مسعود خان د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجهګړا او سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن سره جلا جلا ملاقاتونه كړي او د ملاقات په مهال د آزاد كشمير په مجموعي٬سياسي او پرمختيائي وضعه٬مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ روان تحريك او د شريكې خوښې په چارو ئې د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔

د ملاقاتونو په مهال د آزاد كشمير اولس مشر دواړه لارښود د مقبوضه كشمير تازه صورتحال نه خبر كړه۔ده ووئيل په هند د خبرو اترو نړيوال فشار راوړلو او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو رامخې ته كولو له د پاكستاني اولس او سياسي لارښودو ملاتړ ته اړتيا ده۔د خېبرپښتونخوا ګورنر او سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر د آزاد كشمير اولس مشر ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د هغې كاميابۍ له يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

د آزاد كشمير اولس مشر د دواړو لارښودو د كشمير مسئلې په اړه په خوښۍ لرلو او د كشميري اولس په مرسته مننه وكړه۔ده ووئيل پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ ظلمونو په نتيجه كښې تراوسه 80 ځوانان شهيدان شوي او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د آزاد كشمير اولس مشر د وزيراعظم د اړخه د نړۍ پھ مهمو هېوادونو كښې پارلماني غړي د استازي په حېث د لېږلو پريكړه وستائېله۔اقبال ظفرجهګړا و اعتزاز احسن د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان له باور وركړو چې مونږ به د كشميري اولس حق خود اراديت ترلاسه كولو له سياسي٬اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتو.