نادرا د 5 كروړه 60 لكه شناختي كارډونو تصديق عمل بشپړ كړې٬د تصديق كمپائن دوه مياشتې وړاندې پېل شوې٬د 60 فيصده شناختي كارډونو تصديق شوې

نادرا د 5 كروړه 60 لكه شناختي كارډونو تصديق عمل بشپړ كړې٬د تصديق كمپائن دوه مياشتې وړاندې پېل شوې٬د 60 فيصده شناختي كارډونو تصديق شوې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 31اگست 2016ء) نادرا د 5 كروړه 60 لكه شناختي كارډونو تصديق بشپړ كړې دې۔د كورنيو چارو وزارت ذريعو له مخې د شناختي كارډونو تصديقي كمپائن دوه مياشتې وړاندې پېل كړی شوې ؤ او تراوسه د 60 فيصده شناختي كارډونو تصديق شوې۔د كورنيو چارو وزير د شناختي كارډونو د تصديق پھ عمل د اطمينان څرګندونې سره كمپائن د روان ساتلو سپارښتنه كړې۔

د تصديق كمپائن پھ مهال 334 غېر متعلقه كسانو خپل شناختي كارډونه پخپله خوښه بېرته وركړي۔داخله وزير په خپله خوښه د شناختي كارډونو بېرته وركولو په لړ كښې د يوې مياشتې نورې مودې مهلت اعلان كړې۔د دې نه وړاندې دا مهلت په 31 اګست ختمېدو۔داخله وزير د داسې نادرا اهلكارو پھ ضد د سختې كاروائۍ سپارښتنه كړې څوك چې په جعلسازۍ كښې ككړ دي.