اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 31اگست 2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د اقتصادي لارې سره به د ګلګت بلتستان پشمول د هېواد ټولو سيمو ته يو ډول ګټه ورسي٬سي پېك په حقيقت كښې پاكستان لپاره ګيم چېنجر پروژه ده ٬دښمن اقتصادي لارې ته زيان نه شي رسولې٬د هېواد 20 كروړه اولس به د اقتصادي لارې حفاظت كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ګلګت بلتستان حكومت او قراقرم نړيوال پوهنتون د سيوري لاندې سي پېك سېمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔
وفاقي وزير ووئيل په سېمينار كولو د ګلګت بلتستان حكومت او د پوهنتون انتظاميه د مباركۍ مستحق ده۔ده ووئيل نن اقتصادي لارې او د هېواد نظام ته هېڅ خطر نشته٬سي پیك حقيقت كښې پاكستان لپاره يو ګېم چېنجر دے او دې سره به د سيمې درې اربه وګړيو ته ګټھ ورسي۔ده ووئيل دې پروژې سره به د پاكستان پشمول سيمه كښې د غريبۍ او بې روزګارۍ خاتمه وشي او د كاروبار موقعې به په لاس راشي۔
ده ووئيل مخالفو ګوندونو سېمينار كښې د راهدارۍ پروژې ملاتړ كړې او د هېواد ټول سياسي مشران يو موټې دي۔ده ووئيل د دې پروژې بشپړېدو سره د پاكستان سوداګر به چين كښې نوې منډۍ ولټوي۔ده ووئيل د سي پېك په ضد چې څوك سازشونه كوي د هغوي عزائم به ناكامۍ سره مخ كېږي۔ده ووئيل دښمنانو ته دا وئېل غواړم چې دې پروژې ته هېڅ ډول زيان نه شي رسېدلې.