د فنانس ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 26 كروړه روپې فنډ جاړي كړے شو

د فنانس ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 26 كروړه روپې فنډ جاړي كړے شو

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ15نومبر2017ء) د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د فنانس ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 26 كروړه روپې فنډ جاړي كړے۔ وفاقي حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 20 اربه 14 كروړ روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت په تهرپاركر كښې 100 مېګاواټ پاور پلانټ لپاره 30 كروړه روپې٬ په فنانس ډويژن كښې ادارجاتي اصلاحاتو لپاره يو كروړو روپې٬ په اسلام آباد كښې آډټ هاؤس لپاره 15 كروړه روپې او ګرېټر كراچي سېورېج سكيم لپاره د 60 كروړه روپو پشمول بېلا بېلو پرمختيائي چارو لپاره فنډ جاري كړے۔