د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د پېټروليم او قدرتي وسيلو ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 19 كروړه 81 لكه روپې فنډ جاري كړے

د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د پېټروليم او قدرتي وسيلو ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 19 كروړه 81 لكه روپې فنډ جاري كړے

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ15نومبر2017ء) د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د پېټروليم او قدرتي وسيلو ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 19 كروړه 81 لكه روپې فنډ جاري كړے۔ وفاقي حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 4 اربه 77 كروړه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت په اېن اے 112 كښې د ګاز سپلائي لپاره 23 كروړ 87 لكه روپې٬ په اېن اے 129 لاهور كښې لاهور كښې د ګاز سپلائي لپاره 30 كروړ روپې٬ په اېن اے 132 لاهور كښې د ګاز سپلائي لپاره 34 كروړ روپې او په اېن اے 4 كښې د ګاز سپلائي لپاره د 25 كروړه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔