احتساب د كوم بل ځائ نه كنټرول كولې شي٬ زما په مقدمه كښې يو شان او د نورو په مقدمه كښې څه بل شان ضابطې دي٬ د دې دوه مخي معيار خاتمې لپاره به هڅې روانې ساتو٬ دا احتساب نه دے انتقام دے٬ سره د دې هم د عدالتونو احترام كوو۔ د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د احتساب په عدالت كښې د وړاندې كېدو په موقع خبريالانو سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ15نومبر2017ء) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې احتساب د كوم بل ځائ نه كنټرول كولې شي٬ زما په مقدمه كښې يو شان او د نورو په مقدمه كښې څه بل شان ضابطې دي٬ د دې دوه مخي معيار خاتمې لپاره به هڅې روانې ساتو٬ دا احتساب نه دے انتقام دے٬ سره د دې هم د عدالتونو احترام كوو۔ د شورو په ورځ د احستاب په عدالت كښې د وړاندې كېدو نه پس خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو كښې نواز شريف ووئيل چې د عدالتونو دوه مخې معيار به ډېر زر خپل منطقي انجام ته ورسي۔

ده ووئيل چې احتساب د كوم بل ځائ نه كنټرول كولې شي٬ كوم قصور چې مونږ نه دې كړے٬ د هغې انتقام هم زمونږ نه اخستل كېږي۔ ده ووئيل چې په عدالتي پرېكړه كښې داسې پېغام و چې نواز شريف ته په هر قيمت سزا وركول دي۔ نواز شريف ووئيل چې په عدالت كښې زمونږ نه زمونږ د مخالفينو په شان پوښتنې وكړې شوې٬ په عدالتي پرېكړه كښې داسې ريماركس و كوم چې زمونږ سياسي مخالفين وركوي۔

د پي ټي آئي مشر عمران خان د ضمانت منظورېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې زما په مقدمه كښې يو شان او د نورو په مقدمه كښې څه بل شان ضابطې دي٬ د دې دوه مخي معيار خاتمې لپاره به هڅې روانې ساتو٬ دا احتساب نه دے انتقام دے٬ سره د دې هم د عدالتونو احترام كوو۔ پخواني وزيراعظم ووئيل چې په كال 1999م كښې هم د الوتكې هائي جېكنګ د دروغو په كېس كښې هغه ته سزا وركړې شوې وه٬ اوس يو ځل بيا ښكېل كولې شم او نن هم هغه معامله بيا كېږي۔