د خزانې وفاقي وزير د نېشنل فنانس كميشن په اړه د جولائي نه تر دسمبر 2015م د وړومبنو شپږو مياشتو مانېټرنګ راپور په رسمي توګه منظور كړو

د خزانې وفاقي وزير د نېشنل فنانس كميشن په اړه د جولائي نه تر دسمبر 2015م د وړومبنو شپږو مياشتو مانېټرنګ راپور په رسمي توګه منظور كړو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 30اگست 2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د نېشنل فنانس كميشن په اړه د جولائي نه تر دسمبر 2015م د وړومبنو شپږو مياشتو مانېټرنګ راپور په رسمي توګه منظور كړے دے۔ په دې لړ كښې يوه غونډه د نهې په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔ د غونډې مشري د خزانې وفاقي وزير وكړه۔ د سندھ وزيراعلٰي او د څلورو واړو صوبو د خزانې سېكترانو او استازو په غونډه كښې ګډون وكړو۔

غونډه كښې د كومې صوبې لخوا په مالياتي شمېرو اعتراض ونه كړې شو او د دې نه پس د خزانې وزير د راپور منظوري وركړه۔ دا راپور له نورې كارروائې لپاره د شورو په ورځ د قامي اسمبلې سېكرټرېټ ته لېږلې شي۔ د راپور له مخې د جولائي نه تر دسمبر 2015 د اېف بي آر د وصولې ټول حجم 1448.79 اربه روپې و او قابل تقسيم محصولات 1415.17 اربه روپې وو۔ پنجاب 51 فيصده٬ سندھ 24.55 فيصد٬ خېبر پښتونخوا 14.62 فيصده او بلوچستان 9.09 فيصد فنډ ترلاسه كړے۔ د دې نه علاوه د ترهګرې په ضد جنګ كښې خېبر پښتونخوا ته 14.02 او بلوچستان ته 5.47 اربه روپې زياتې وركړې شوې۔ په دې موقع زر تر زره د اېن اېف سي د راتلونكې غونډې په كولو زور راوړلې شو او پرېكړه وكړې شوه چې د دريو او شپږو مياشتو دواړه غونډې به كولې شي.