اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 30اگست 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن د كشميريانو د سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرستې روانې ساتلو لپاره د عزم پخلے كړے او وئېلې ئې دي مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ ته د نړۍ پام راګرځولو لپاره موثره سفارتكارۍ اه اړتيا ده ۔د كشمير مسئلې هواري نه غېر منطقه كښې امن كله هم حقيقت نه شي ګرځېدې۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او د آزاد جمو كشمير وزيراعظم فاروق حېدر خان سره د خبرو په مهال وكړې چا چې ايوان صدر كښې اولس مشر سره جلا جلا ملاقاتونه كول۔
اولس مشر راجه فاروق حېدر خان ته د وزيراعظم په ټاكلے كېدو مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې د ده په مشرۍ كښې به اولسي استازي د خلقو ښه خذمت وكړي۔اولس مشر پھ آزاد كشمير كښې په كاميابو ټاكنو د اطمينان څرګندونه وكړه۔اولس مشر ووئيل بايد په آزاد كشمير كښې د نوي حكومت ترجيح خلقو ته بنيادي آسانۍ وركول وګرځي دغسې چې د اولس د ژوند معيار بهتر شي۔
پھ دې لړ كښې په ټولو اولسي پروژو كښې د سپيځلتيا معيار ضروري دے۔پھ دې موقع د آزاد كشمير وزيراعظم اولس مشر د اولس بهترۍ لپاره د شويو اقداماتو نه خبر كړو او عزم ئې څرګند كړو چې د اولس خېرښېګړی لپاره به كار كوي۔اولس مشر ووئيل بايد د كشمير مسئله په هر نړيوال فورم په ډاګه كړی شي۔ده ووئيل پاكستان مقبوضه كشمير كښې د كړكېچنې وضعې جاج اخلي او مونږ د هند د ناوړھ كاروائيو بشپړه غندنه كوو۔
اولس مشر ووئيل پاكستان به پھ كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو په ضد د نړۍ پام راګرځوي۔ده ووئيل د كشمير د مسئلې هواري نه غېر منطقه كښې امن كله هم حقيقت نه شي جوړیدې۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د كشمير مسئله پھ نړۍ كښې په ډاګه كولو لپاره د پارلمان چې كوم غړي نومولې شوي دوي به خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي او نړۍ به خبره كړي چې بايد د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړی شي۔ ملاقات كښې د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال په نړيوالو چارو او د منطقې پھ وضعه اولس مشر له بريفنګ وركړو۔