د ملګرو ملتونو نوي عمومي سېكتر لپاره په رائې شمېرنه كښې د پورتګال پخواني وزيراعظم ته برې ترلاسه دے

د ملګرو ملتونو نوي عمومي سېكتر لپاره په رائې شمېرنه كښې د پورتګال پخواني وزيراعظم ته برې ترلاسه دے

ملګري ملتونه(پاکستان نیوز پوائنٹ 30اگست 2016ء) د ملګرو ملتونو نوي عمومي سېكتر لپاره د رائې شمېرنې د دريمې سروے نه پس د پرتګال پخواني وزيراعظم اينتونيو ګوټيرس ته برې ترلاسه دے۔د نړيوالې مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو د نوي عمومي سېكتر چوكۍ لپاره لس كانديدان مېدان كښې ولاړ دي۔د رائې شمېرنې په دريمه سروے كښې د سلامتي كونسل 15 غړيو هېوادونو د پټې رائې وركولو د لارې برخه واخسته۔11 غړيو هېوادونو د اينتونيو ګوټېرس پھ حق كښې رائې وركړي دي۔د رائې شمېرنې بل پړاؤ به راتلونكي مياشت ستمبر كښې كېږي۔اينتونيو ګوټېرس لس كاله د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر پاتې شوے۔د ملګرو ملتونو د اوسني عمومي سېكتر بان كی مون د چوكۍ موده روان كال پاې كښې بشپړېږي ۔