اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 30اگست 2016ء) اسلام آباد كښې د سي پېك نندارتون په دويمه ورځ هم روان دے چې پكښې د چين د 150 نه زياتو كمپنيو او سرمايه كارو ګډون كړې دې ۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ تر سېوري لاندې په پاك چائنه فرېنډ شپ سنټر كښې د نندارتون مقصد د هېواد په بېلا بېلو څانګو كښې د شريك تجارت او سرمايه كارۍ موقعو پحقله شعور بېدارول دي۔ نندارتون كښې بېلا بېلو ځائي او د چين كمپنيو د 60 نه زيات سټالونه لګولي۔په اېكسپو كښې د چين د 27 لويو كمپنيو استازي او اعلٰې چارواكي هم ګډون كوي كومې چې د پاكستان د توان، وادنيو ، سړکونو او پلونو جوړولو په بېلا بېلو منصوبو كار كوي۔ نندارتون كښې په ګڼ شمېر ځائي وګړيو هم ګډون وكړو.
اسلام آباد كښې د سي پېك نندارتون دويمه ورځ ٬ د چين د 150 نه زياتو كمپنيو او سرمايه كارو ګډون وكړو
8 کال لومړی