خېبرپښتونخوا بهرني, سرمايه كارو Gه بشپړ تحفظ وركوي٬

صوبه د هائيډل٬معدنيات او سيلګرۍ په اړه د سرمايه كارۍ پراخا موقعې لري۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی پروېز خټك سي پېك سمټ ته وېنا

خېبرپښتونخوا بهرني, سرمايه كارو gه بشپړ تحفظ وركوي٬
صوبه د هائيډل٬معدنيات او سيلګرۍ په اړه د سرمايه كارۍ پراخا موقعې لري۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی پروېز خټك سي پېك سمټ ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی پروېز خټك وئېلي دي سياسي اختلافات كېدې شي خو د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره مونږ يو موټې يو٬خېبرپښتونخوا كښې به بهرني سرمايه كارو ته بشپړ تحفظ وركولې شي٬ دلته هائيډل٬معدنيات او سيلګرۍ په اړه د سرمايه كارۍ پراخا موقعې شته ۔هغه د ګل په ورځ د سي پېك سمټ ته خطاب كولو۔

پروېز خټك ووئيل خېبرپښتونخوا د سي پېك پرووې بشپړ تائيد او ملاتړ كوي٬خېبرپښتونخوا د دې پروژې مهم جز دے۔د ټرانسپورټېشن٬لاجسټك او سټوريج لپاره دا صوبه د اهميت وړ وي٬په سي پېك وفاقي حكومت سره د رابطې لپاره ايپكس كمېټي جوړه كړی شوې٬صوبې په دريو كلونو كښې د قانون حكمرانۍ٬د كرپشن خاتمې پشمول مهم ګامونه پورته كړي۔ده ووئيل د پیښور مالاكنډ موټروے به په سيمه كښې د پرمختګ لپاره نوې سنګ ميل وګرځي۔ده ووئيل په پېښور كښې به سږ كال د ريپټډ بس ټرانزټ سسټم د بنياد تيګه كېښودلې شي۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې به د رېلوے پشمول د انفراسټركچر په نورو پروژو كښې د چين د سرمايه كارۍ هركلې كوو۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت د پاكستان په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړې دې۔