د سي پېك پروژو كښې به د سلو نه تر 150 اربه ډالرو غېرملكي سرمايه كاري كېږي۔ډاكټر مفتاح اسماعيل

د سي پېك پروژو كښې به د سلو نه تر 150 اربه ډالرو غېرملكي سرمايه كاري كېږي۔ډاكټر مفتاح اسماعيل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن ډاکټر مفتاح اسماعیل وئيلي دي د پاك چين اقتصادي لارې منصوبې (سي پېك) بشپړېدو كښې به د سلو نه تر 150 اربه ډالرو غېرملكي سرمايه كاري كېږي٬ د سي پېك سمټ او نندارتون په موقع د ګل په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل د منصوبې له مخې د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې به خاص اقتصادي زونز او انډسټريل اسټېټس جوړولې شي چې پكښې به د چين سره سره د نړۍ سرمايه كاري راځي او د صنعتونو جوړ كړې شوې څيزونه به ټولۍ نړۍ ته لېږلې شي۔

ده ووئيل پاك چین اقتصادی لارې منصوبې څخه به نه يوازې پاكستان ته په اقتصادي توګه ګټه ورسي بلكې دې څخه به د منطقې نورو هېوادونو كښې هم معاشي هلې ځلې وده ومومي او دغسې د پاكستان به د نړۍ نورو هېوادونه سره اقتصادي روابطه زيات شي چې له مخې به ئې هېواد كښې اقتصادي او سماجي پرمختګ وده وكړي.