21مه پېړۍ د بې كچه قدرتي او انساني وسيلو نه د ډكې اسياء ده ٬

د سي پېك له مخې 5 صنعتي زون جوړولې شي٬ په هره صوبه كښې به يو يو صنعتي زون جوړولې شي٬ اقتصادي پرمختګ لپاره به د سلامتيا په چېلنجونو قابو موندل وي۔ د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز د سي پېك سمټ او اېكسپو ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز وئيلي دي چې 21مه پېړۍ د بې كچه قدرتي او انساني وسيلو نه د ډكې اسياء ده ٬د سي پېك له مخې 5 صنعتي زون جوړولې شي٬ په هره صوبه كښې به يو يو صنعتي زون جوړولې شي٬ اقتصادي پرمختګ لپاره به د سلامتيا په چېلنجونو قابو موندل وي٬ د سي پېك څخه به ټولې منطقې ته ګټه ورسي ٬ ون بېلټ ون روډ وژن څخه به منطقه كښې د پرمختګ او سوكالۍ دور پېل شي٬ سي پېك منصوبې پاكستان ته په تندۍ سره د پرمختګ كولو موقع وركړې۔

ده دا خبرې په پاك چائنه سنټر كښې د سي پېك سمټ او اېكسپو ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل چې سوئيلي اسياء په خاص توګه اسياء د ټولو قدرتي او بشري وسيلو نه ډكه ده٬ دې لپاره 21مه پېړۍ د براعظم اسياء ده۔ ده ووئيل چې په خېبر پښتونخوا كښې به د ماربل انډسټرۍ پرمختګ لپاره جديد واټر كټ ټېكنالوجي معرفي كولې شي او دې مقصد لپاره به چين د پاكستان نزدې مرسته كوي٬ ھغه زمونږ نزدې پارټنر دے۔ ده ووئيل چين د پرمختګ په لار كښې تر ټولو وړاندے دے او ھغه اوس د پرمختګ او ټېكنالوجۍ خواږو كښې خپل نزدې او ملګري هېوادونه شاملول غواري۔