پاکستان او بنګله دېشن د ورورولۍ اړيكې لري٬

دواړو هېوادونو له به تېر وخت هېرولو سره مخ په وړاندې تلل وي٬ پاكستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكې غواړي۔ د اولس مشر ممنون حسېن بنګله دېش لپاره نومول شوي سفير رفیع الزماں صدیقي سره په ملاقات كښې خبرې

پاکستان او بنګله دېشن د ورورولۍ اړيكې لري٬
دواړو هېوادونو له به تېر وخت هېرولو سره مخ په وړاندې تلل وي٬ پاكستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكې غواړي۔ د اولس مشر ممنون حسېن بنګله دېش لپاره نومول شوي سفير رفیع الزماں صدیقي سره په ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاکستان او بنګله دېشن د ورورولۍ اړيكې لري٬ دواړو هېوادونو له به تېر وخت هېرولو سره مخ په وړاندې تلل وي٬ پاكستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكې غواړي۔ اولس مشر دا خبرې د ګل په ورځ بنګله دېش لپاره د پاكستان نومول شوي سفير سفیر رفیع الزماں صدیقي سره وكړې۔

اولس مشر په نومول شوي سفير زور رواړو چې بنګله دېش سره د اړيكو لا ښه كولو له د روايتي سفارتكارۍ نه پرته كار كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو له به تېر وخت هېرولو سره مخ په وړاندې تلل وي ولې چې دا راتلونكي وخت لپاره ډېر ضروري دي٬ په دې لړ كښې پارلماني او اولسي رابطو ته بايد وده وركړې شي۔ ده ووئيل بنګله دېش سره تجارتي اړيكو له وده وركولو ته اړتيا ده دغسې چې شريكې اړيكې لا زياتې شي او د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته رانزدې شي۔

اولس مشر ووئيل د پاكستاني سفيرانو دا ذمه واري ده چې ھغوي خارجي سرمايه كار پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په پلو راغب كړي٬ پاکستان كښې د ضرب عضب عملياتو او ټول پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد د روانو عملياتو په سبب د امن وضعه ښه شوې۔ ده ووئيل حكومت د كشمير كشاله په نړيواله كچه پورته كولو له سفيرانو سره سره د نويو ټاكل شويو نمائندګانو كمېټي هم جوړه كړې ده څوك چې به د كشمير كشاله په نړيواله كچه رامخې ته كوي۔

ده ووئيل پاکستان د کشمیريانو د خپلواكۍ د حق بشپړه مرسته كوي او د هندي ځواكونو د كاروائيو غندنه كوي۔اولس مشر د دې هيلې څرګندونه وكړه چې بنګله دېش لپاره نومول شوې سفير به د دواړو هېوادونو اړيكې لا مستحكم كړي۔ په دې موقع نومول شوي سفير ووئيل چې زه به د پاكستان په نړۍ كښې تشخص ښه كولو له خپل ټول صلاحيتونه كاروم.