د خزانې وفاقی وزیر محمد اسحاق ډار سره د اېف ډبليو او ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال محمد افضل وليدل

د خزانې وفاقی وزیر محمد اسحاق ډار سره د اېف ډبليو او ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال محمد افضل وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار سره د فرنټېئر وركس آرګنائزېشن (اېف ډبليو او) ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال محمد افضل د خالي په وځ ليدل۔په دې مهال د اېف ډبليو او لخوا د پېل كړې شويو پروژو پحقله وفاقي وزير خبر كړے شو۔ ده ووئيل چې اېف ډبليو او هېواد كښې د لويو پروژو كاميابۍ سره جوړولو صلاحيت او افرادي قوت لري۔ د خزانې وزير په خاص توګه د توان او ټرانسپورټ په څانګو كښې د اېف ډبليو او د پروژو د پېش رفت جاج واخستو۔ ده د ادارې ډائرېكټر جنرل ته د پروژو د فنډز په لړ كښې د هر ډول آسانيو وركولو باور وركړو۔ ده ووئيل چې اېف ډبليو او په قامي پرمختګ كښې مهم كردار لري۔ په دې مهال د خزانې وزارت سينئر چارواكي هم موجود وو۔