حكومت هېواد د پرمختګ په پلو روان دے او په دريو كلونو كښې معيشت په خپلو پښو ودرولې٬

عمران خان چې د موټروے كومې خوبې نن ښائي هغه نواز شريف څو كاله وړاندې ښودلې دي٬ تخريبي قوتونه به اوس هم د وړاندې پشان ناكامۍ سره مخ كېږي٬الطاف حسېن د هېواد په ضد خبره كړې٬اوس د هغه خپلوان هم د هغه نامه نه اخلي٬د دې نه زيات عبرت بل څه كېدے شي٬عمران خان ته سترې محكمې ته د تللو نه پس د دهرنې څه حاجت دے٬اولس د دهرنو او احتجاج په ځاي نندارتونونه او تجارتي هلې ځلې غواړي٬ سيمه ايز استحكام له سارك كنفرنس كاميابول غواړو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د آسيا نړيوال ټېكسټائل نندارتون دستورې ته خطاب او مېډيا سره خبرې

حكومت هېواد د پرمختګ په پلو روان دے او په دريو كلونو كښې معيشت په خپلو پښو ودرولې٬
عمران خان چې د موټروے كومې خوبې نن ښائي هغه نواز شريف څو كاله وړاندې ښودلې دي٬ تخريبي قوتونه به اوس هم د وړاندې پشان ناكامۍ سره مخ كېږي٬الطاف حسېن د هېواد په ضد خبره كړې٬اوس د هغه خپلوان هم د هغه نامه نه اخلي٬د دې نه زيات عبرت بل څه كېدے شي٬عمران خان ته سترې محكمې ته د تللو نه پس د دهرنې څه حاجت دے٬اولس د دهرنو او احتجاج په ځاي نندارتونونه او تجارتي هلې ځلې غواړي٬ سيمه ايز استحكام له سارك كنفرنس كاميابول غواړو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د آسيا نړيوال ټېكسټائل نندارتون دستورې ته خطاب او مېډيا سره خبرې

لاهور(پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي چې حكومت هېواد د پرمختګ په پلو روان دے او په دريو كلونو كښې معيشت په خپلو پښو ودرولې٬عمران خان چې د موټروے كومې خوبې نن ښائي هغه نواز شريف څو كاله وړاندې ښودلې دي٬ تخريبي قوتونه به اوس هم د وړاندې پشان ناكامۍ سره مخ كېږي٬الطاف حسېن د هېواد په ضد خبره كړې٬اوس د هغه خپلوان هم د هغه نامه نه اخلي٬د دې نه زيات عبرت بل څه كېدے شي٬عمران خان ته سترې محكمې ته د تللو نه پس د دهرنې څه حاجت دې٬اولس د دهرنو او احتجاج په ځاي نندارتونونه او تجارتي هلې ځلې غواړي٬سيمه ايز استحكام له سارك كنفرنس كاميابول غواړو۔

ده د خالي په ورځ ايكسپو سنټر كښې 16م د آسيا نړيوال ټېكسټائل نندارتون دستورې ته خطاب او مېډيا سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پرمختګ او څوكالۍ پھ اعتبار د 2016م پاكستان د 2013م د پاكستان څخه زيات بهتر دے او تر 2018م به نور هم بهتر شي۔ ده ووئيل چې وړاندې به پھ يوه ورځ كښې د ترهه ګرۍ څومره پیښې كېدے اوس د ترهه ګرو ملا ماته شوې٬ مونږ د ترهه ګرۍ ختمولو عزم كړې او هغه ورځ به هم راشي كله به چې پاكستان يو محفوظ هېواد جوړ شي۔

د اطلاعاتو وزير ووئيل چې الطاف حسېن د صحافت په آزادۍ بريد كړی او د هغه د تقرير په سبب په مېډيا هاؤسز بريد شوې او د امن وضعه خرابه شوې٬اوس د برتانيې حكومت ته ليكلي شوي چې د هغه په ضد ايكشن واخلي۔ ده ووئيل پھ كراچۍ كښې به د اخترونو دستورې لمانځل مشكل وو٬اوس پھ كراچۍ كښې تر نيمې شپې اخستل او خرڅول كېږي او كاروباري هلې ځلې روانې وي۔ ده ووئيل يو تن د برتانيې څخه د پاكستان په ضد تقرير كوي او په پاكستان كښې مړي كېږي دغسې اوس د هغه نامه اخستونكي هم څوك پاتې نه دي۔

وفاقي وزير ووئيل پھ كراچۍ كښې د درې ورځنۍ دورې په مهال وزيراعظم محمد نواز شريف د ټولو ادارو نمائندګانو سره ملاقاتونه كړي او په كراچۍ كښې يې د عملياتو پريكړه كړې۔ پھ كراچۍ كښې د امن وضعه ښه كېدو لپاره قانون نافذ كونكو ادارو او رينجرز هلې ځلې كړي او سياسي كارمندانو هم قربانۍ وركړې دي او پھ نتيجه كښې يې د كراچۍ امن بحال شوے۔ ده ووئيل چې كراچۍ د پاكستان د جوړونكو ښار دے اوس د لندن څخه څوك كراچۍ نه شي بندولې۔

د كراچۍ وګړو او كارمندانو لندن كښې د ناست تن سره خپل تعلق ختم كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې عمران خان له سترې محكمې ته تللو نه پس د دهرنې څه حاجت دې٬مونږ به د سترې محكمې پريكړه منو٬اوس به دا كتل وي چې عمران خان د سترې محكمې په پريكړه عمل كوي يا نه۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ سارك كنفرنس كاميابول غواړو۔د سيمې هېوادونه دې په ګډه د يو بل سره مرسته وكړي۔

دې سره به د سارك هېوادونو ته ګټه وشي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان د برآمداتو حجم زيات شوې دغسې ټوله نړۍ كښې د څيزونو بيعه كمه شوې۔ده ووئيل بنګله دېش سره نورو هېوادونو هم مرسته كړی چې ورسره د هغې معيشت ښه شوې۔د دې نه وړاندې د اطلاعاتو وزير د نندارتون پرانستې دستورې ته په خپل خطاب كښې ووئيل حكومت په دريو كلونو كښې زياتې كاميابۍ ترلاسه كړي چې له امله يې معيشت ښه شوې٬د كوم هم هېواد قوي معيشت د هغې د څوكالۍ ضمانت كوي۔

ده ووئيل درې كاله وړاندې پاكستان ديوالياه ګرځول كېدو٬اوس د هېواد د زرمبادلې پانګې تر 23 ارب ډالر رسېدلې۔ده ووئيل د مشرف پھ وجه مونږ شاه ته پاتې شوي يو٬اوس به مونږ له مخ په وړاندې تلل وي۔ده ووئيل محمد نواز شريف چې كله په وړومبي ځل وزيراعظم جوړ شو نو پاكستان د هندوستان څخه پرمختګ كښې وړاندې وو۔وفاقي وزير ووئيل پھ هېواد كښې د چينائي سرمايه كارۍ سره د 36 ارب ډالره د توان پروژې لګولې كېږي٬دې سره به د توان بحران ختم شي۔

ده ووئيل اولس ته ارزانه برېښنا وركول زمونږ ترجيحات كښې شامل دي۔ده ووئيل مونږ يوازې د برېښنا نه د امن صورتحال٬انفراسټركچر او د تګ راتګ لپاره د سړكونو نظام هم ښه كوو۔ده ووئيل داسې نندارتونونه او تجارتي هلې ځلې د هېواد معيشت ښه كولو كښې كردار ترسره كوي بايد د دې ډول نندارتونونو او تجارتي ميلو لړۍ روانه وساتلې شي۔ده پھ كامياب نندارتون كولو د پاكستان رېډي مېډ ګارمنټس اينډ ايكسپورټرز اېسوسي اېشن له مباركي وركړه۔په نندارتون كښې د ټولې نړۍ څخه ريډي مېډ ګارمنټس٬ټېكسټائل٬د مشينرۍ او د نورو مصنوعاتو 450 سټالونه لګول شوي وو۔د نندارتون اهتمام د پاكستان ريډي مېډ ګارمنټس اينډ ايكسپورټرز اېسوسي اېشن كړې وو۔