اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا وئېلي دي چې د كشمير په مسئله د پاكستان ټولې ادارې يو موټې دې او د پاكستان دريځ څرګند دې٬پاكستان د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه حل كول غواړي٬د كشمير د آزادۍ تحريك لپاره هڅو كونكو ته پیرزوينې وړاندې كوو٬پاكستان د كشمير مسئله ملګرو ملتونو او او آئي سي پشمول ټولو نړيوالو فورمز پورته كولو لپاره په سپيځلې ډول كار كوي٬هند د ظلمونو د لارې تر اوږدې مودې د كشميريانو د آزادۍ حق ضبط كولې نه شي۔
د دې خيالاتو څرګندونه ده د آل پارټيز حريت كنفرنس آزاد كشمير شاخ د سيوري لاندې دستورې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل چې هند دا هڅه كوي چې د آزادۍ هلې ځلې ترهه ګرۍ سره وتړي٬ټولو نړيوالو ادارو د كشميريانو حق خود اراديت منلو سره د هند دا دريځ رد كړې۔ده ووئيل ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستانيان او كشميري كميونټي د سفارتكارۍ كردار ترسره كولو سره دې د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړي۔
ده ووئيل د 8 جولائي پېښې نه پس وزيراعظم محمد نواز شريف ملګرو ملتونو ته خط ليكلو سره هغوي د كشمير د اصل صورتحال نه خبر كړي د كوم چې مثبت نتيجې رامخې ته شوي۔ده ووئيل پاكستان تل دا هڅه كړې چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه حل شي۔ده ووئيل هند سره شويو ټولو ملاقاتونو كښې تل د كشمير ذكر شامل وو۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر خپل ټولو هم څنګو ته خطونه ليكلي دغسې چې نړۍ د هند د ظلم نه خبر شي۔
سېمينار ته دآزاد كشمير پخواني وزيراعظم چوهدري عبدالمجيد ووئيل چې د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له به امريكا٬برتانيه او فرانس پشمول د نړۍ ټولو هېوادونو كښې مظاهرې كولې شي۔ده ووئيل بايد په نړيواله كچه د هند تور مخ په ډاګه كولو لپاره خارجه وزارت نور هم موثره كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د كشمير په تازه صورتحال د قامي اسمبلۍ غونډه په سمدستي توګه رابللو ته اړتيا ده۔د پاكستان تحريك انصاف غړي علي محمد خان ووئيل كشمير كاز ما ته تر ټولو زيات خوښ دې٬د پاكستان آزادي تر كشمير آزادۍ نه مكمل ده٬كه مونږ د كشمير په نامه ووټ غوښتلې شو بايد مونږ د كشمير مسئله پھ خپل قامي او سياسي ايجنډا كښې هر وخت شامل وساتو۔