د لنډې مودې سي پېك پروژه به تر 18-2017 او د اوږدې مودې پروژه

به تر 30-2020 ترسره كولې شي په ګوادر كښې فري ټرېډ زون ٬ خاص اقتصادي زون ٬ كوسټل ستره لاره او نړيوال هوائي مېدان بشپړېدونكې دي

د لنډې مودې سي پېك پروژه به تر 18-2017 او د اوږدې مودې پروژه
به تر 30-2020 ترسره كولې شي په ګوادر كښې فري ټرېډ زون ٬ خاص اقتصادي زون ٬ كوسټل ستره لاره او نړيوال هوائي مېدان بشپړېدونكې دي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) سي پېك منصوبه د نړۍ روانه تر ټولو لويه اقتصادي پروژه ده٬ د 46 اربه ډالرو پاك چين اقتصادي لارې منصوبه به پاكستان د تند رفتاره پرمختګ په لار روان كړي٬ اوږده٬ پلن او محفوظ سړكونه٬د توان منصوبې٬ انډسټريل پاركس او ګوادر بندر ځائ ٬ د لوېديزې برخې په منصوبه په تندۍ سره كار دې كوم چې به د سږ كال تر پائي تر سره شي ۔

چارواكو اے پي پي ته ووئيل د سږ كال تر پائي به د هېواد ټولو صوبو ته يو ډول ګټه ترلاسه كېدل پېل شي٬ د لنډې مودې سي پېك پروژه به تر 18-2017 او د اوږدې مودې پروژه به تر 30-2020 ترسره كولې شي۔چارواكو ووئيل د بشپړېدو په مهال سړكونو او د برېښنا منصوبو څخه اولس ته ګټې رسېدلې٬ د كراچۍ بن قاسم پاور پلانټ به د راتلونكې كال تر آخر د برېښنا پېداوار پېل كړي٬ په سكرو چېلدونكې د 660 مېګاٶاټ دوه پاور پلانټس جوړولو سره به لوډشېډنګ تر ډېره حده كم شي۔

چارواكو ووئيل د قراقرم سترې لارې ښه كولو سره سره په اېم فور نېشنل موټروے هم د چين انجینئران شپه او ورځ كار كوي٬ د رېلوېز او لائټ رېلز اپ ګرېډېشن هم د دې پروژې برخه ده۔چارواكو ووئيل د منصوبې مركز ګوادر نه دې ٬سي پېك منصوبه به بحر هند سره پېوست كېږي٬ د دلته نه به ټول وسائل د پاكستان مركز او لوېديز چين ته وړلې شي او په دواړو هېوادونو كښې جوړېدونكې كښې مال به نړۍ ته سپلائي كولې شي ۔

د چارواكو وېنا ده په ګوادر كښې فري ټرېډ زون ٬ خاص اقتصادي زون ٬ كوسټل ستره لار او نړيوال هوائي مېدان بشپړېدونكې دي او په كال 2013 كښې پېل شوې دا پروژه به ګوادر په جديد ښار بدل كړي۔چارواكو زياته كړه چې د پاكستان چين سره سياسي اړيكې په ستراتېژكې اكنامك اړيكو بدلې شوې او د دې به زمونږ په پرمختګ او د منطقې په سباٶن په زړه پورې اغېز وشي۔چارواكو ووئيل ګوادر د سي پېك ګېټ وے ده٬ دا د دې پېړۍ لويه موقعه ده دا نشو ضائع كولې٬ دوي ووئېل د منطقې 3 اربه اولس ته به د دې نه ګټه رسي۔