د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې له مخې به د 10 زره 4 سوه مېګاواټه د برېښنا 14 پروژې تر دسمبر 2018م ترسره كړې شي٬

پروژه به د مېنځنې ٬ لوېديزې او سوئيلي اسيا٬ مېنځي ختيز او د افريقائي هېوادونو درې اربه ابادې ته مربوط پلېټ فارم وركړي٬ د سرمايه كارې او مرستې زياتېدو سره به په منطقه كښې امن او خوشحالي راشي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې له مخې به د 10 زره 4 سوه مېګاواټه د برېښنا 14 پروژې تر دسمبر 2018م ترسره كړې شي٬ پروژه به د مېنځنې ٬ لوېديزې او سوئيلي اسيا٬ مېنځي ختيز او د افريقائي هېوادونو درې اربه ابادې ته مربوط پلېټ فارم وركړي٬ د سرمايه كارې او مرستې زياتېدو سره به په منطقه كښې امن او خوشحالي راشي۔

د اوبو او برېښنا وزارت ذريغو له مخې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې له مخې په مهمو پروژو كښې حكومت په سباؤن كښې د توان ضروريات پوره كولو لپاره سپېځلې او ارزان توان معرفي كوي۔ د چین پاکستان اقتصادی لارې پروژې له مخې به په هېواد كښې د توان يو شمېر پروژې ترسره كولې شي چې پكښې به د 10 زره 4 سوه مېګاواټه 14 پروژې تر دسمبر 2018م ترسره كړې شي او دې سره به د توان په بحران قابو موندلو كښې مرسته وشي۔ د پروژې ګټه به د منطقې نورو هېوادونو ته هم ورسي۔