حكومت د ميكرو اكنامك استحكام په ځاې ساتلو لپاره تر ټولو لوړی كچې٬غوره او شموليتي اقتصادي نمو ته خاص پام لرنه كوي٬ د پاكستان ايكسټرنل فنانسنګ حاجتونه په زړه پورې دي۔د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار غونډې ته خطاب

حكومت د ميكرو اكنامك استحكام په ځاې ساتلو لپاره  تر ټولو لوړی كچې٬غوره او شموليتي اقتصادي نمو ته خاص پام لرنه كوي٬  د پاكستان ايكسټرنل فنانسنګ حاجتونه په زړه پورې دي۔د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار غونډې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ18اکتوبر2017ء) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئېلي دي حكومت د ميكرو اكنامك استحكام په ځاې ساتلو لپاره تر ټولو لوړی كچې٬غوره او شموليتي اقتصادي نمو ته خاص پام لرنه كوي۔دا خبره ده د شورو په ورځ د يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔د دې څخه وړاندې د سټېټ بانك ګورنر طارق باجوه غونډې ته برېفنګ وركړو ٬ ده ووئېل پاكستان نړيوال بانك او آئي اېم اېف د تېرو 4 كلونو په مهال د ترلاسه شوې اقتصادي استحكام په ځاې ساتلو او د اقتصادي پرمختګ تر ټولو لوړه كچه ترلاسه كولو په اړه د حكومتي ګامونو څخه خبر كړے ۔

وفاقي وزير ته د نړيوال بانك او د آئي اېم اېف په اوسنو غونډو كښې د پاكستاني پلاوي د ګډون په اړه بريفنګ كښې د سټېټ بانك ګورنر ووئيل نړيوال بانك او آئي اېم اېف پاكستان خبر كړي وو چې حكومت د تېرو څلورو كلونو په مهال ترلاسه كړی اقتصادي استحكام په ځاې ساتلو او د اقتصادي نمو تر ټولو لوړی كچې ترلاسه كولو ته خاص پام لرنه كوي۔د فنانس سېكتر شاهد محمود وفاقي وزير ته د كلنې غونډې په مهال نړيوال بانك سره د مذاكراتو په اړه بريفنګ وركړو۔

په دې موقع نړيوال بانك سره د اقتصادي اصلاحاتو پھ تندولو او د بانك په مرسته د پرمختيائي منصوبو په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ده ووئيل د پاكستاني معيشت سره د اړوندو كلنو غونډو په مهال پلاوي ريټنګ ايجنسي ٬ بانكونو او سرمايه كارو سره هم ګټور ملاقاتونه كړي ۔وفاقي وزير په كلنه غونډه كښې د پاكستاني پلاوي په ګډون كولو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده د پاكستاني ايكسټرنل فنانسنګ حاجتونو په اړه د نړيوال بانك وضاحت خوشبينه وګرځولو۔ده ووئيل حكومت د ميكرو اكنامك استحكام په ځاې ساتلو لپاره تر ټولو لوړی كچې٬غوره او شموليتي اقتصادي نمو ته خاص پام لرنه كوي۔