پاکستان او سري لنکا دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او سارك فعاله سيمه ايز تنظيم جوړولو ته سلا شوي

پاکستان او سري لنکا دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او سارك فعاله سيمه ايز تنظيم جوړولو ته سلا شوي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ17اکتوبر2017ء) پاکستان او سري لنکا د شريك اهميت دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو او سارك فعاله سيمه ايز تنظيم جوړولو ته سلا شوي دي ۔ دا سلا د نهې په ورځ په كولمبو كښې د پاكستان او سري لنكا ترمېنځه د خارجه سېكترانو په كچه د سياسي مشاورت پنځم پړاٶ په موقع راغلې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د پاكستان او پراساد كريوسيم د سري لنكا نمائندګي وكړه ۔

د سياسي مشاورت په مهال د دواړو هېوادونو خارجه سېكترانو په نزدې او د ملګرتيا په اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ دواړه هېوادونه د شريك اهميت دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو ته سلا كېدو سره د دوه اړخيزه اړيكو جاج هم واخست۔ او دغسې د تجارت ٬ سرمایه کارۍ، دفاع، تعلیم، سائنس و ټېکنالوجۍ، كلتور٬ سېلګرۍ او د كار استعداد زياتولو پشمول د مرستې په نورو چارو هم بحث شوې۔

سري لنکا د پاکستان لخوا د 20 كروړه ډالرو او د يو كروړ ډالرو د كرېډټ لائنز د پراختيا هركلے وكړو٬ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په مقبوضه كشمېر كښې د هندي پوځ لخوا د بشري حقونو سنګين خلاف ورزۍ رامخې ته كړې او په نړيواله ورورولۍ ئې زور رواړو چې ھغوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير كشالې هوارے باوري كړي ۔ دواړو هېوادونو په نړيواله او سيمه ايزه كچه مرستې ته په بيا كتنه او د سارك فعاله سيمه ايز تنظيم جوړولو ته سلا شوي۔ په دې مهال پرېكړه وكړې شوه چې د دوه اړخيزه سياسي مشاورت راتلونكې غونډه به راروان كال اسلام آباد كښې كولې شي۔