اسحاق ډار سره د آسيائي پرمختيائي بانك اېګزېكټو ډائرېكټر سميد سعيد وليدل پاکستان كښې د آسيائي پرمختيائي بانك د بېلا بېلو منصوبو او پروګرامونو پحقله د خيالاتو څرګندونه

اسحاق ډار سره د آسيائي پرمختيائي بانك اېګزېكټو ډائرېكټر سميد سعيد وليدل پاکستان كښې د آسيائي پرمختيائي بانك د بېلا بېلو منصوبو او پروګرامونو پحقله د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ17اکتوبر2017ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د آسيائي پرمختيائي بانك اېګزېكټو ډائرېكټر سميد سعيد د نهې په ورځ په وزارت كښې ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال پاکستان كښې د آسيائي پرمختيائي بانك د بېلا بېلو منصوبو او د پروګرامونو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزير ووئيل د پاكستان درجه بندۍ ښه كېدو او تېرو څلور كلونو كښې د حكومت لخوا د شوو اقتصادي اصلاحاتو په نتيجه كښې آسيائي پرمختياېي بانك پاكستان كښې د شخصي څانګې هلو ځلو لپاره حد د 70 كروړه ډالرو نه يو ارب 70 كروړه ډالره كړې شوې چې له مخې به ئې شخصي څانګې ته اضافي وسائل ترلاسه شي۔

د آسيائي پرمختيائي بانك اېګزېكټو ډائرېكټر سميد سعيد ووئيل دا وخت د قرضونو وېش لوړې كچې ته رسېدلې ۔ د خزانې وزير پاكستان كښې پرمختيائي پروګرامونو لپاره د بانك د پرله پسې مرستې ستائنه وكړه۔ ده د چين په ارومچي ښار كښې د بانك صدر تاكا هيكي نكاٶ سره د خپل اوسني ملاقات ذكر كولو سره سميع سعيد ته ووئيل د ھغې ملاقات د خبرو اترو په رڼا كښې دې معاملات نور مخ په وړاندې بوتللې شي او اقدامات دې وشي۔