د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير د جسټس (ر) ميا اجمل په مړنيه خواشيني وښودله

د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير د جسټس (ر) ميا اجمل په مړنيه خواشيني وښودله

پېښور (پاکستان نیوزپوائنٹ17اکتوبر2017ء) د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير پروېز خټك د سپريم كورټ د پخواني چيف جسټس (ر) اجمل ميا په مړنيه خواشيني ښودلې ده ۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې اعلٰې وزير ووئيل هېواد كښې د قانون او انصاف سر لوړۍ لپاره د ارواښاد خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده دعا وكړه چې لوې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنۍ كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔