د منصوبه بندۍ وزارت دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز سره د برتانيې وزيراعظم د پاكستان او افغانستان خاص استازي٬د برتانيې هائي كمشنر او د برتانيې ډيفيډ ډائرېكټر جنرل وليدل٬دوي د پاكستان او برتانيې په شريكو اړيكو٬دوه اړخيزه مرسته او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه

د منصوبه بندۍ وزارت دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز سره د برتانيې وزيراعظم د پاكستان او افغانستان خاص استازي٬د برتانيې هائي كمشنر او د برتانيې ډيفيډ ډائرېكټر جنرل وليدل٬دوي د پاكستان او برتانيې په شريكو اړيكو٬دوه اړخيزه مرسته او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ16اکتوبر2017ء) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وزارت دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز سره پاكستان او افغانستان لپاره د برتانيې وزيراعظم خاص استازي اوون جينكن٬ د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو او د برتانيې ډيفيډ ډائرېكټر جنرل ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال دوي د پاكستان او برتانيې په شريكو اړيكو٬دوه اړخيزه مرسته او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

پھ دې موقع سرتاج عزيز ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې د امن او پرمختګ لپاره بشپړه كردار روان ساتلې۔پاكستان كښې د امن او پرمختګ عمل افغانستان كښې د امن سره تړلې دې۔ده ووئيل چې د ضرب عضب او ردالفساد عملياتو سره په پاكستان كښې د امن لاره هواره شوې۔پاكستان په منطقه كښې د امن لپاره بې شمېره قربانۍ وركړې دي۔سرتاج عزيز ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد د كامياب اقداماتو له امله د معيشت استحكام او سرماي كارۍ لارې هم هوارې شوي او د پاك چين اقتصادي راهدارۍ له امله په پاكستان كښې د نړيوالې سرمايه كارې لار هواره شوې۔

ده ووئيل چې د كامياب معاشي حكمت عملۍ او غوره اقتصادي پالېسو سره پاكستان د لس كلونو په مهال تر ټولو لوړه شرح نمو ترلاسه كړی۔ده ووئيل د پاكستان او برتانيه ترمينځه بزنس ټو بزنس رابطې ته وده وركول د وخت مهم ضرورت دې۔ملاقات كښې پاكستان او افغانستان لپاره د وزيراعظم خاص استازي اوون جينكن ووئيل چې برتانيه د پاكستان ټولو مسئلو څخه خبر ده۔ده ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان اقدامات او قربانۍ د ستائنې وړ دي۔برتانيه پاكستان سره په ټولو څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړي۔