اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) اطلاعات او خپرونو لپاره قائمه اسمبلۍ قائمه كمېټۍ وزارت ته امر كړې چې د خبريالانو تحفظ او خېرښګړې پحقله بل ته دې تر 15م اكتوبر حتمي شكل وركړئ ۔د قائمه كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ د پير اسلم بودله په مشرۍ كښې وشوه چې د ميډيا كارمندانو تحفظ او خېرښګړې باوري كولو له د حكومت لخوا د پورته شويو ګامونو نه خبر كړې شوه۔
د وزارت د اړخه غونډې ته د انټرنل پبلسټي ونګ ډائرېكټر جنرل ناصر جمال ووئيل وزارت په ترجيحي بنيادونو بل ته حتمي شكل وركولو له هڅې كوي او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد ټولو اعلٰې وزيرانو ته چټۍ ليكلي ده چې د ميډيا هاٶسز تحفظ باوري كړئ ۔ده ووئيل د ميډيا پحقله 67 قوانين شته چې پكښې 17 فعاله دي۔ مریم اورنګزېب ووئيل د خبريالانو تحفظ بل منظورۍ او عملدرآمد لپاره دي څه وخت راكړې شي ۔
د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي) مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك ووئيل پاكستان د تېرو څو لسيزو راهسې ترهه ګرۍ سره مخ دے او د دا ډول پېښو رپورټنګ كوٶنكو ته خطرې رامخې ته كېږي۔ده ووئيل په لويه شمېره كښې خبريالان او كېمره مېنان د ترهه ګرو پېښو كورېج په مهال شهيدان شوې ۔ده ووئيل په اوسنۍ وضعه كښې دې خبريالانو ته د جنګ كورېج كولو غوندې تربيه وركړے شي دغسې چې ھغوې خپله وظيفه ترسره كولو په مهال احتياطي تدبيرونه اختيار كولې شي ۔
ده ووئيل آر آئي يو جے ځينې نړيوالو تنظيمونو سره تماس نيولې چا چې په خطرناكو سيمو كښې كار كوٶنكو خبريالانو او د ميډيا كارمندانو له د تربيې وركولو وړاندېز كړې ٶ۔كمېټۍ د ټاكنو كمېسون نااهلۍ پحقله د رېفرنس اورېدنې په مهال د خبريالانو په داخله د بندېز نوټس اخستو سره وزارت ته ووئيل په دې لړ كښې دې د ټاكنو كمېسون ته چېټۍ وليكلې شي ۔د قامي اسمبلۍ غړي عامر ډوګر ووئيل د ټاكنو كمېسون د آئين د ارټيكل 19 او 19 اے خلاف ورزي كوي۔
كمېټۍ د كوئټې پېښې غندنه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو له دعا وكړه ۔كمېټۍ كراچۍ كښې په ميډيا هاٶسز د بريدونو هم غندنه وكړه او د ميډيا هاٶسز په تحفظ په ضرورت يې زور رواړو۔ غونډې ته ووئيل شول اطلاعات ته د رسنې بل په اړه وړاندېزونه جوړ كړې شوې ۔ غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړيو عامر ډوګر، مراد سعید، طلال چوهدري، مریم اورنګزېب، پروین مسعود بھټي او د اطلاعات او خپرونو وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔(م ع/ض ض/ګ ل/2155)