پھ تهران كښې د اېشيا پيسفك انسټي ټيوټ فار براډ كاسټنګ ډوېلپمنټ 15 عمومي كنفرنس او 42مه كلنه غونډه۔

بايد د انسټي ټيوټ ټېكنالوجۍ لرونكي هېوادونه زياتو خلكو ته رسنې لپاره د ډيجيټل براډ كاسټنګ په خاطر د نورو هېوادونو د كار استعداد زيات كړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكترې صبا محسن رضا كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د ايران په پايه تخت تهران كښې د اېشيا پيسفك انسټي ټيوټ فار براډ كاسټنګ ډوېلپمنټ 15 عمومي كنفرنس او 42مه كلنه غونډه وشوه چې پكښې غړو هېوادونو يو ستراتېژېكي پلان تيار كړے۔ غونډې ته د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكترې صبا محسن رضا په خپله وېنا كښې ووئيل چې بايد د انسټي ټيوټ ټېكنالوجۍ لرونكي هېوادونه زياتو خلكو ته رسنې لپاره د ډيجيټل براډ كاسټنګ په خاطر د نورو هېوادونو د كار استعداد زيات كړي۔

هغې د كنفرنس ګډون كونكو براډ كاسټرز ته ووئيل چې د راډيو پاكستان په فيس بك پیج د خلكو شمېره 2.2 ملين ده او د ټولې نړۍ څخه 2.3 ملين فالوورز لري۔هغې ووئيل چې هره ورځ 4 زره خلك وېب پاڼې ته راځي۔فيس بك استعمالونكي د 10 ملين نه زيات خلك پوسټونه ګوري٬دوه 2 ملين خلك د راډيو پاكستان ټويټر اكاؤنټ ګوري او 140 ملين فالوورز لري۔پھ دې موقع صبا محسن د سوشل مېډيا په اړه بېلا بېل تجويزونه هم وركړل او وې وئېل چې بايد د انسټي ټيوټ ټېكنالوجۍ لرونكي هېوادونه زياتو خلكو ته رسنې لپاره د ډيجيټل براډ كاسټنګ په خاطر د نورو هېوادونو د كار استعداد زيات كړي۔(م ع/ض ض/وس/2155)