د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د امن په دور كښې د آرمي مېډيكل كور ډلې په خوارۍ سره خذمات ترسره كړي۔ د زمكي پوځ مشر جنرال راحيل شريف د آرمي مېډيكل سنټر اېبټ آباد د دورې پھ موقع خبرې

د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د امن په دور كښې د آرمي مېډيكل كور ډلې په خوارۍ سره خذمات ترسره كړي۔ د زمكي پوځ مشر جنرال راحيل شريف د آرمي مېډيكل سنټر اېبټ آباد د دورې پھ موقع خبرې

پېنډۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د زمكي پوځ مشر جنرال راحيل شريف د آرمي هېلت كور د روغتيا په څانګه كښې غوره آسانيې ستائېلو سره وئېلي دي چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د امن په دور كښې د آرمي مېډيكل كور ډلې په خوارۍ سره خذمات ترسره كړي۔ ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د آرمي مېډيكل سنټر اېبټ آباد د دورې كولو په موقع ډاكټرانو٬پیرا مېډيكل او عملې سره د خبرو كولو پھ مهال وكړی۔

د آئي اېس پي آر له مخې جنرال راحيل شريف د آرمي مېديكل كور پھ هڅو د روغتونونو آپ ګرېډېشن٬د طبي تربيې ادارو جوړولو او د انساني وسيلو او پوهې زياتولو لپاره اقدامات وستائېل۔سرلښګر ووئيل چې آرمي مېډيكل كور تل پھ هېواد كښې دننه او بهر د قدرتي پیښو په مهال خپل ښه خذمات ترسره كړي دي۔ده ووئيل چې طبي سائنس پھ تندۍ سره پرمختګ كوي۔ډاكټرانو لپاره دا ضروري ده چې خپل ځان د نوي پرمختګ نه خبر وساتي۔د دې نه پس سرلښكر جنرال راحيل شريف لېفټيننټ جنرال آصف ممتاز سكهيرا ته پھ رسمي توګه د آرمي مېډيكل كور د كرنل كمانډنټ بېچ ولګولو۔جنرال راحيل شريف د شهيدانو پھ يادګار حاضري كولو سره د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه يې ولوستله۔(م ع/ض ض/وس/2155)