د جمهوري او قانوني لارې اختيارولو سره پاكستان مستحكم جوړېدې شي٬

د ووټ د لارې د احتساب عمل سياسي ګوندونو لپاره سبق دے٬د جذباتي نعرو سياست كمزورې شوې او د اولس د ژوند د بهترۍ پلو پام ګرځېدونكې دې٬كه اولس اطمينان ولري چې دې ګوند بهتر كار كړی نو بېرته به رائې وركړي ٬كه اولس مطمئن وي نو د خوښې او نا خوښۍ معيار به بدل شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد اے پي پي سره مركه

د جمهوري او قانوني لارې اختيارولو سره پاكستان مستحكم جوړېدې شي٬
د ووټ د لارې د احتساب عمل سياسي ګوندونو لپاره سبق دے٬د جذباتي نعرو سياست كمزورې شوې او د اولس د ژوند د بهترۍ پلو پام ګرځېدونكې دې٬كه اولس اطمينان ولري چې دې ګوند بهتر كار كړی نو بېرته به رائې وركړي ٬كه اولس مطمئن وي نو د خوښې او نا خوښۍ معيار به بدل شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد اے پي پي سره مركه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي د جمهوري او قانوني لارې اختيارولو سره پاكستان مستحكم جوړلېدې شي٬د ووټ د لارې د احتساب عمل سياسي ګوندونو لپاره سبق دے٬د جذباتي نعرو سياست كمزورې شوې او د اولس د ژوند د بهترۍ تھ پام ګرځېدلې ٬كه اولس اطمينان ولري چې دې ګوند بهتر كار كړی نو بېرته به رائې وركړي ٬كه اولس مطمئن وي نو د خوښې او نا خوښۍ معيار به بدل شي۔

ده دا خبره اے پي پي سره په يوه مركه كښې كړی۔ده ووئيل په اوسنۍ سياسي وضعه كښې ٬د ووټ د لارې د سياسي حكومتونو جوړول او د پېنځه كاله مودې تر سره كولو سره د جمهوريت ژرړې مضبوطېږي او د غېر جمهوري حكومتونو او د مارشل لاﺀ له امله چې كومو ستونزو ته حكومت زياته پام لرنه نه وه كړی د هغې اثرات هم ختمېږي۔دا بدلون اوس څرګند دے ۔وفاقي وزير ووئيل د امريت اږدو پړاؤنو او د ځينې ادارو د خپل حد نه تجاوز هم ستونزې پیدا كړی٬اوس دې ادارو په فكري توګه دا خبره منلې چې د ادارو استحكام لپاره د حدود او قيود ټاكنې نه غېر بله چاره نشته٬ ده ووئېل ادارې په يوه ورځ كښې خپلو حدود ته بېرته نه شي راتلې۔

دا د تدريجي عمل يوه برخه ده په د كوم انجكشن يا وټامنز شپه پھ شپه نشي فعالېدې٬ وفاقي وزير ووئېل جمهوري او قانوني لاره اختيارولو سره يوازې پاكستان مستحكمیدې شي۔د اطلاعات وزير ووئيل د جمهوريت لوظ نامه د وفاق دوه لويو ګوندونو پيپلز ګوند او مسلم ليګ(ن)لاس ليك كړی وه او پاتې ګوندونو هم پھ دې اتفاق كړې وو۔ ده ووئېل د دې دوه ګوندونو د ټكر له امله د كال 1999 نه وړاندې د 58 ټو بي او د پوځي حكومت لاره هواره شوې وه خو اوس پھ دې كښې د يو ګوند حكومت پينځه كاله تر سره كړي او دوئم يې كوي٬ ده ووئېل بل خوا صورتحال دا دے چې يو سياسي مشر څوك چې د دې الميو څخه نه دې تېر سياسي نظام رانسكورول غواړي۔

ده ووئيل پاكستان دې الميې سره د 2008 نه تر 2013 مخ شوې او اوس د 2018 پلو مخ په وړاندې په جمهوري انداز روان دے او د بهترۍ اثار ښكاري ٬ د اطلاعات وزير ووئېل اولس به په راتلونكو ټاكنو كښې په خيال كولو سره رائے وركوي او داسې سياسي مشر به راولي چې د دوي ستونزې هوارې كړي۔د رائې د لارې د احتساب عمل سياسي ګوندونو لپاره سبق دے۔ ده ووئېل د جذباتي نعرو سياست كمزورې شوې او د اولس د ژوند بهترۍ ته پام ګرځېدلې ٬د اطلاعات وزير پروېز رشيد ووئيل د سياسي استحكام په نتيجه كښې د استېبلشمنټ كردار كښې هم بدلون راغلې٬اوس د حكومت په ملاتړ كولو پوځ دا ذمه واري اخستې چې د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره عمليات په كاميابۍ سره روان دي او دا اړخ زيات په نظر كښې د ساتلو دے چې هغه دا لعنت ختمولو له خپل كردار ترسره كړي ځكه چې د هېواد سلامتيا لپاره دا خبره په هر حال وړومبنۍ ده۔

د پاناما ليكس پھ اړھ د يوې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعات وزير ووئيل حكومت او نور ګوندونه قانون جوړول غواړي ټول ګوندونه دې په ګډھ داسې قانون جوړ كړي چې بدعنواني ممكنه پاتې نه شي او نظام پاك او سپيځلې وي او بدعنواني په يو صورت هم ونه زغملې شي۔ده ووئيل د 2013 په ټول ټاكنو كښې اولس مسلم ليګ(ن)له رائے وركړې ٬كه هغوي اطمينان ولري چې دې ګوند ښه كار كړی نو بېرته به رائے وركړي۔

ده ووئيل په هېواد كښې لويې پروژې پېل شوي خو اوس هم د دې نتيجې لا نه دي راوتلې۔ ده ووئېل په انتخابي كمپائن كښې به د دې پروژو ذكركېږي ځكه دا به د مسلم ليګ(ن)امتحان وي چې اولس مطمئن وي نو د خوښې او ناخوښې معيار به بدل شي۔ ده ووئېل په نوي سياسي كمپائن كښې به د مېډيا كردار هم مهم وي۔ده ووئيل په وړومبي ځل جمهوري حكومت خپله موده تر سره ترسره كړې او اوس به په 2018 كښې نوې حكومت راځي دغسې په لسو كلونو كښې د رائې تقدس تسليم كړې شوې۔

ده ووئيل د دې نه وړاندې به پھ وفاق او صوبو كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو حكومتونه وو خو اوس د تېر وخت په مقابل كښې په اعتماد او په ګډه كار كېږي٬ده ووئېل ګيلې كه هر څو شته خو د ختمېدو احساس هم شته۔ده ووئيل د ذوالفقار علي بهټو هم په څلورو واړو صوبو كښې خپل حكومت جوړ كړې وو خو د سياسي هم غږۍ پھ اړه حالات دومره ښه نه وو٬د هېواد د ستونزو تجزيه كولو سره د اطلاعات وزير پروېز رشيد ووئيل ترهه ګرۍ ٬انتهاخوښۍ٬فرقه بازۍ او لساني وېش قابو موندلو سره د امن وضعه ښه شوې۔

ده ووئيل اوس هغه صورتحال نه دے د نوې طريقې له مخې معيشت ښه كېږي٬د بهرنيو هېوادونو اعتبار بحالېږي٬ ده ووئېل قامي خوشحالۍ پھ ښه ډول لمانځلې كېږي او په سياسي كركه كومه چې د ځينو ګوندونو د عسكري څانګو او د دغې ډول تنظيمونو په سوب راغلې وه له مينځه تللې۔د دې تازه مثال پھ كراچۍ كښې د طاقت كارولو نه غېر او ښه حكمت عملۍ سره اېم كيو اېم د عسكري سوچ نه يو خوا كول او د يو ټاكل ګوند آئيني كردار ته په راوستو كښې كاميابي ده كوم چې د ستائنې او د جمهوري سوچ نتيجه ده۔

ده ووئيل اوس ښار نه بندېږي او دا داسې كاميابۍ دي كومې چې پاكستان ته د سياسي٬جمهوري٬قانوني او آئيني لار اختيارولو سره پاكستان ترلاسه شوي ٬ ده ووئېل كه دا مزل روان وي نو د ډېرو ستونزو هوارے به ممكن شي دغسې د قائداعظم او علامه اقبال پاكستان ته حقيقي شكل وركړے كېدې شي۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل وخت تېرېدو سره سره په فكري توګه دا خبره او حقيقت تسليم كړې شوې چې د ادارو استحكام سره رياستي وجود قوي كېږي او په دې كښې شك نشته چې ادارو په دې لړ كښې عملي ګامونه پورته كړي چې په نتيجه كښې يې عدليه او پارلمان د وړاندې نه زيات آزاد او خپلواكه دي او د آئيني ذمه وارو په اړه بهتر او موثره كردار ترسره كوي۔