آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې به تهري او فور جي سروسز د كال 2018م فرورې كښې پېل شي۔ پروېز افتخار

آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې به تهري او فور جي سروسز د كال 2018م فرورې كښې پېل شي۔ پروېز افتخار

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د انفارمېشن ټېكنالوجې څانګې كارپوهه پروېز افتخار وئيلي دي په هېواد كښې د تهري او فور جي د صارفينو شمېره 44.4 مليونو ته رسېدلې٬ په آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې به د تهري او فور جي سروسز د كال 2018م فرورې مياشت كښې پېل شي او دې سره د صارفينو شمېره لا زياته شي۔ ده ووئيل په آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې به په تهري او فور جي سروسز كښې د 100 مليونه ډالرو څخه زياته سرمايه كاري وشي۔ دې سروس سره به كاروباري چارې وده وكړي او په سيمه كښې به د روزګار نوې موقعې هم راپېدا شي۔