د سمندر پورې پاكستانيانو ترسيلات زر د جولائي اګست په مهال 12 فيصده زيات شوې۔ سټېټ بانك

د سمندر پورې پاكستانيانو ترسيلات زر د جولائي اګست په مهال 12 فيصده زيات شوې۔ سټېټ بانك

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د روان مالي كال 81-2017م په وړومبنو دوو مياشتو كښې د سمندر پورې پاكستانيانو ترسيلات زر د جولائي اګست په مهال 12 فيصده ويات شوې٬ دغسې د روان مالي كال په وړومنبو دريو مياشتو كښې د ترسيلات زر وصولې په مجموعي توګه يو فيصده زياته ريكارډ كړې شوې۔ د پاكستان د دولتي بانك سټېټ بانك لخوا جاري شوي راپور له مخې د روان مالي كال په وړومبنو دريو مياشتو كښې بهر مېشته پاكستانيانو د 4.79 اربه ډالرو ترسيلات زر رالېږلې دي۔

د سټېټ بانك ګورنر طارق باجوه په خپل يو بيان كښې وئيلي دي د روان مالي كال په پېل كښې د ترسيلات زر وصولې په ځانګړې توګه زياته شوې٬ د لوي اختر نه پس په عمومي توګه ترسيلات زر كمېږي٬ هم دا وجه ده چې په ستمبر كښې ترسيلات زر كم شوي۔ ده ووئيل چې روان مالي كال لپاره د ترسيلات زر د وصولې هدف 20.7 اربه ډالر مقرر كړے شوے او هيله ده چې د مالي كال تر پاې به دا هدف ترلاسه كړې شي۔